د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ نن پنجشنبه پیلېږي


ټاکل شوې ده چې نن پنچشنبه به له پاکستانه په خپله خوښه د راجسټر افغان کډوالو هېواد ته د ستنېدو لړۍ رسماً پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د مارچ په میاشت کې هېواد ته د بېرته ستنېدو لپاره چمتووالی نیسي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله اداره «UNHCR» ورسره یوه اندازه نغدي مرستې هم کوي.

که څه هم له پاکستانه په خپله خوښه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ ټول کال روانه وي، خو دا لړۍ بیا هر کال له ډسمبر میاشتې څخه د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې د ژمنیو رخصتیو له امله ځنډېږي.

په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي وايي، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ نن پنجشنبه رسماً پیلېږي او په خبره‌یې چې تر دې دمه ګڼ شمېر کډوالو د بېرته ستنېدو په مرکزونو کې د ټیلیفون له لارې نمبر هم نیولی دی.

خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي
خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي

ښاغلي جلیلي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د لړۍ د پیلېدو پخلی وکړ او ویې‌ویل،​ له بېرته ستنېدونکو راجسټر افغان کډوالو سره د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله اداره في کس سره ۲۰۰ ډالره مرسته هم کوي او زیاتوي چې د «UNHCR» په مرستو سربېره افغان او پاکستاني حکومت هم په خپله خوښه له بېرته ستنېدونکو کډوالو سره د مرستو برابرولو په لټه کې دی.

عبدالحمید جلیلي همدارنګه زیاته کړه:

"نن پنجشنبه به د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ رسماً پیل شي. تر اوسه زموږ یو تعداد مهاجرینو راجسټرېشن کړی چې هغوی لاړ شي، خو څومره چې اوړی نږدې کېږي او د مکتبونو امتحانونه خلاصيږي، نو بیا د بېرته ستنېدو لړۍ تېزېږي او کډې ډېرې ځي. کومه مرسته چې د «UNHCR» له‌خوا کېږي، هغه ۲۰۰ ډالر دي، خو د افغانستان حکومت په یو پلان باندې کار کوي او ډېرې مرستې یې په پام کې نیولي دي او همدارنګه د پاکستان حکومت هم په یو پلان باندې کار کوي. موږ کوښښ کوو چې کډوالو ته په داخل د افغانستان کې ډېر سهولتونه پیدا کړو."

د راپورونو له مخې، دا مهال په پاکستان کې تر ۱۴ لکو زیات راجسټر افغان کډوال مېشت دي چې د پاکستان، افغانستان او «UNHCR» د ګډ تفاهم له مخې ورته په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد ورکړل شوي، خو د پاکستان حکومت بیا وايي، په دې هېواد کې تر ۶ لکو زیات غیر راجسټر کډوال هم مېشت دي.

د پاکستان حکومت، له افغان حکومت او کډوالو د نړیوالې ادارې «IOM» په ملتیا د تېر کال په وروستیو شپږو میاشتو کې په پاکستان کې مېشت غیر راجسټر کډوال هم راجسټر کړل، خو لا تر دې دمه‌یې ورته اسناد نه‌دي ورکړي.

د یادونې وړ ده چې سږ کال له پاکستانه د افغان کډوالو په خپله خوښه هېواد ته د بېرته ستنېدو لړۍ په داسې وخت کې پیلېږي چې د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د روانې میاشتې تر پایه غځولې او د دې هېواد سیاسي او پوځي مشرانو بیا بیا ټینګار کړی چې افغان کډوال دې په پرده کې خپل هېواد ته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG