د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

په ترکیه کې د افغان کډوالو پر ستونزو او مرستو ۴ اړخیزه بحث کېږي


افغانستان نن په ترکیه کې د افغان کډوالو په اړه د یوې څلور اړخیزې ناسته کوربه دی.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راسنېدونکو چارو وزارت وايي، په دغه ناسته کې چې د پاکستان، ایران او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازو پکې ګډون کړی دی پکې به په پاکستان او ایران کې د سلګونو زرو افغان ګډوالو د ستونزو د هواري موضوع او له دوی سره د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه مطرح شي.

د دغه وزارت ویاند اسلام الدین جراأت د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لېندۍ۰۹» ازادي راډیو ته وویل، د یادې څلور اړخیزې ناستې کوربه افغانستان دی او له ګډونکونکو هېوادونو سره به پر دې بحث وکړي چې افغانستان په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې د څومره کډوالو د بېرته راستنېدو توان لري.

اسلام الدین جراأت
اسلام الدین جراأت

نوموړي زیاته کړه:

"د دغه ناستې هدف دا دی چې نړیوال بنسټونه په ۲۰۱۸ کال له افغانستان سره د کډوالو د بېرته راستنېدو په برخه کې څومره مرسته کولای شي او دغه شان په دغه ناسته کې به داهم روښانه شي چې افغانستان په ۲۰۱۸ کال د څومره کډوالو د بېرته راسنېدو توان لري."

د ښاغلي جراأت په خبره افغانستان به د ترکیې د ناسته په څنډه کې له ایران او پاکستان سره هم دوه اړخیزې او درې اړخیزې ناستې ولري.

د پاکستان، ایران او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازو په انقره کې په دغه ناسته کې ګډون کړی.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې افغانستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري او ورسره د نړیوالو د مرستو د دوام لپاره سیمه ییزه ستراتیژي جوړه کړه.

د افغان کډوالو د مسئلې په اړه هر کال په یوه هېواد کې څلور اړخیزه ناسته کېږي.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال ایران د ورته ناستې کوربه وه او هلته افغان حکومت اعلان وکړ چې د څلور سوه زره افغان کډوالو د بېرته راستنېدو توان لري.

د افغان کډوالو ستنېدو په اړه له تهران او اسلام اباد نه د کابل غوښتنه

دا مهال شااوخوا پنځه نیم میلیونه افغانان له هېواده بهر د کډوالۍ شپې ورځې تېروي چې ډېری یې په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.

په ایران کې افغان کډوال.
په ایران کې افغان کډوال.

د افغانستان د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارووزارت د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې له یو میلیون نه زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي او د ۲۰۱۷ مېلادي کال له پیل نه تر دې دمه دغه شمېره ۴۶۸ زرو تنو ته رسېږي.

اوس افغان حکومت تر بل هر وخت د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستو ته اړتیا لري.

په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند نادر فرهاد چې د ترکیې په ناسته کې یې ګډون کړی د یادې ناستې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

نادر فرهاد
نادر فرهاد

"بحثونه عملاً پیل شوي دي، افغانستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د لا زیاتې مرستې غوښتنه کړې او ټولو ګډون کوونکو په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه، موږ له هر بېرته راستېدونکي کډوال سره ۲۰۰ ډالره مرسته کوو او دې ته ژمن یو."

ښاغلي فرهاد، هیله وښوده چې د ترکیې د ناستې په پای کې به په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري ته حل لارې وموندل شي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی نادر خان کټوازی وايي، په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو موجودیت پر افغانستان د دغه هېوادونو د فشار ښه وسیله ده.

نوموړی وايي، افغان حکومت باید هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو د هڅو ترڅنګ د ترکیې په ناسته کې د مالي مرستو ژمنې هم خپلې کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG