د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۴۸

افغانستان

میاخېل: له پاکستانه د کډوالو د ورستنولو بهیر باید داوطلبانه وي

افغان حکومت وايي، د مارچ له لومړۍ نېټې له پاکستانه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته ورستنولو بهیر باید داوطلبانه او د افغانانو په خوښه وي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل پرون یکشنبه دا خبره ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل، پاکستان باید د کډوالو راستنول سیاسي نه‎کړي.

پرون یکشنبه پاکستاني رسنیو په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ یو بیان خپور کړی چې په‎کې له افغان کډوالو غوښتنه شوې چې د ستنېدو لپاره نوم‎لیکنه وکړي.

د «یو. اېن. اېچ. سي. ار» د بیان له مخې کوم کډوال چې نوم‎لیکنه نه‎کوي له مرستو به بې‌برخې شي.

ملګري ملتونه هر هغه افغان کډوال ته چې خپل هېواد ته ستنېږي، ۲۰۰ ډالره ورکوي او افغان حکومت هم ژمنه کړې چې هرې کورنۍ ته به د اوسېدو لپاره ځمکه ورکوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په کابل کې د اندام جوړونې سیالۍ ترسره شوې

ارشیف
ارشیف

په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د اندام جوړونې سیالۍ ترسره شوې. په دې لوبو کې په بیلابیلو وزنونو کې اته نوي لوبغاړو برخه واخیسته.

مسوولینو ویلي دي چې دا سیالۍ د دې لپاره ترسره شوې چې د دوی له ډلې به غوره کسان د کابل منتخب ټیم ته انتخاب شي.

په بدخشان کې پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ

په بدخشان کې د سرو زرو کان کیندونکی- ارشیف
په بدخشان کې د سرو زرو کان کیندونکی- ارشیف

د بدخشان د سرو زرو د استخراج پرمهال پنځه تنه مړه شوې دي.

په بدخشان کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي محمد اکرم اکبري وویل چې د شهر بزرګ ولسوالي په پستاو سیمه کې د پنجشنبې په سهار د یوې غونډۍ د ښوویدو له امله پنځو ګارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د خبر له مخې یوشمیر کسان لاهم تري تم دي.

په سیمه کې خلکو د سرو زرو د استخراج لپاره په ابتدایي وسایلو تونلونه جوړ کړي دی چې تر دې مخکې هم د همدې خاورینو تونلونو د ړنګیدو له امله کارګرانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بې پولې خبریالانو ټولنې، د رسنیو په ازادۍ کې د افغانستان رتبه ۱۷۵ مه وبلله

د بې پولې خبریالانو ټولنې په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۵م ځای لري.

یاد بنسټ د رسنیو ازادي د پنځو شاخصونو—سیاسي، اقتصادي، حقوقي، ټولنیز او امنیتي—له مخې ارزوي. په سیاسي شاخص کې، چې پر رسنیو د حکومت د نفوذ او د تحریري خپلواکۍ کچه سنجوي، افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې ۱۵۸م ځای خپل کړی، چې دا د تېر کال د ۱۶۳م ځای پرتله یو څه ښه والی ښيي، خو لا هم پر رسنیو د سخت کنټرول څرګندونه کوي.

یو شمېر امریکايي سناتورانو کانګو ته د افغان کډوالو د نه لېږلو غوښتنه وکړه

د امریکا د سنا جرګې ۲۲ غړو د ډونالډ ټرمپ له ادارې غوښتي چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د افغان کډوالو د لېږلو له هر ډول احتمالي پلان څخه لاس واخلي. دوی خبرداری ورکړی چې دا اقدام به هغو افغانانو ته جدي خطر پېښ کړي چې پخوا یې له امریکايي پوځیانو سره همکاري کړې ده.

سناتورانو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په استولي لیک کې ویلي، داسې راپورونه شته چې په قطر کې مېشت تر زرو زیات افغانان ښايي کانګو ته ولېږدول شي. د دوی په وینا، ډېری دغه کسان پخواني ترجمانان او د امنیتي ځواکونو همکاران دي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته ورته د خوندي ژوند ژمنه شوې وه.

دوی ټینګار کړی چې دا ډول اقدام به «ظالمانه او خیانت» وي، ځکه یاد کډوال افغانستان ته د ستنېدو له ګواښ سره مخامخ دي او یا داسې هېواد ته لېږدول کېږي چې په خپله له بشري بحران سره لاس او ګرېوان دی. سناتورانو له امریکايي ادارې غوښتي چې دا ډول پلانونه ودروي او د افغان متحدانو پر وړاندې خپلې ژمنې عملي کړي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغان کډوالو پر ستنولو اندېښنه وښوده

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) له اروپايي هیوادونو څخه افغانستان ته د ډېر شمېر افغان کډوالو پر بېرته ستنولو اندېښنه وښوده.

دې بنسټ پرون (چهارشنبې) په یوه بیان کې ویلي، شاوخوا ۴۰ سلنه افغانان له سختې لوږې کړېږي او لږ تر لږه ۱۷ میلیونه خلک د خوړو له کمښت سره مخامخ دي. سربېره پر دې، د جګړو، وچکالۍ او طبیعي پېښو له امله بې‌ځایه کېدا دوام لري، او روغتیايي سیستم هم تر سخت فشار لاندې دی.

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې په وینا، په اروپايي اتحادیه کې د کډوالۍ د محدودولو له پالیسۍ وروسته، زرګونه افغانان د دې اتحادیې له غړیو هیوادونو څخه د ایستل کېدو له خطر سره مخامخ دي، او تر ۲۰۲۵ کال پورې تر ۲۲ زره زیاتو کسانو ته د وتلو امر شوی دی. دغه بنسټ خبرداری ورکوي چې د دغو کسانو ستنول به د افغانستان بشري ناورین لا ژور کړي.

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې چارواکو ټینګار کړی چې افغانستان ته ستنېدل د ثبات معنا نه لري، بلکې ستنېدونکي به له لوږې، بې‌کارۍ او د اساسي خدماتو له نشتوالي سره مخامخ شي، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې چې لا هم له زده‌کړو، کار او روغتیايي خدمتونو محرومې دي.

یاد بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د مرستو کچه زیاته کړي او د افغانستان روان بشري بحران ته جدي پاملرنه وکړي، نه دا چې پر دې حالت سترګې پټې کړي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

د افغانستان په ۹ ولایتونو کې د وریا او سیلابونو اټکل

ارشیف
ارشیف

افغانستان کې دطالبانو د حکومت د ترانسپورت وزارت د هواپیژندنې ریاست په ۹ ولایتونو کې د باران او سیلاونو اټکل کړی دی.

په نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، پکتیا ، میدان وردګ ، بغلان، تخار، او بدخشان کې نن پنجشنبې د شدیدو بارانونو ، تلندې او برښنا اټکل شوی دی.

دباران کچه له ۱۰ تر ۲۰ ملي میترو اټکل شوې ده.

په وروستیو اونیو کې افغانستان کې د بارانونو او سیلابونو له امله سلګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.

ریچارد بینټ:د طالبانو د «مبلغینو قانون» د بشر د حقوقو د نړیوالو قوانینو خلاف دی

 د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بینټ ، ارشیف
 د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بینټ ، ارشیف

د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بینټ د اندیښنې په څرګندولو سره وايي د طالبانو د «مبلغینو قانون» د بشر د حقوقو د نړیوالو قوانینو خلاف دی او داسې ښکاري چې د حنفي مذهب په ګټه تبعیض کوي.

ریچارد بینټ چهارشنبې د (غويی په نهمه) په خپله ایکسپاڼه ولیکل : «دبشر حقوق د مذهبي او قومي اقلیتونو ملاتړ کوي. »

هغه زیاته کړه چې ددغه قانون یوه بشپړه څیړنه روانه ده.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې دطالبانو مشر هبت الله اخوند زاده د «مبلغینو قانون» توشیح کړی چې په اساس یې «مبلغ باید مسلمان او حنفي مذهبی وي.»

پر کونړ د پاکستاني ځواکونو نوې بمبارۍ

په کونړ کې د دوشنبې د ورځې تر بمبارۍ وروسته ټپيان روغتون ته ولیږدول شول
په کونړ کې د دوشنبې د ورځې تر بمبارۍ وروسته ټپيان روغتون ته ولیږدول شول

پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا پر کونړ د توغندیو ډزې کړې دي.

د راپورونو له مخې دا ډزې سه شنبه د ماسپښین درې نیم بجې د چپې درې پر ډاګ او شونګره کلیو پيل شوې دي چې نن هم روانې دي.

د سیمې خلکو ازادي راډيو ته وویل چې د دې ډزو له امله یو تن وژل شوی او یوشمیر ټپيان شوې دي. همداراز په لسګونو کسان مجبوره شوې دي چې خپل کورونه پریږدي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلي. پاکستاني ځواکونو د کونړ ولایت د مرکز اسعد اباد په ګډون پر یوشمیر سیمو د دوشنبې په ورځ بمبارۍ وکړې چې پرون په کابل کې د طالبانو حکومت د دې بریدونو په اعتراض د پاکستان شارژدافیر احضار کړ او هغه ته یې اعتراض لیک وسپاره.

فیفا د افغان کډوالو ښځینه فوټبال لوبډلې ته رسمیت ورکړ

د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې غړې په استرالیا کې-۲۰۲۲- ارشیف
د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې غړې په استرالیا کې-۲۰۲۲- ارشیف

د فوټبال نړیوال فدراسیون( فیفا) اعلان وکړ چې د کډوالو افغان ښځو لوبډلې ته به په رسمي سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړي.

د فیفا مشر ګیاني انفنتینو د سې شنبې په ورځ وویل چې د فیفا شورا د دې پریکړې تایید وکړ چې د افغان ښځینه لوبغاړو ډله به په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب ولوبیږي او فیفا به یې ملاتړ وکړي.

فیفا وایي، دا تاریخي پریکړه ده او هدف یې دا دی چې دا ډاډ ترلاسه شي چې هغه لوبغاړې چې د دوی له واکه بهر د ځانګړیو شرایطو له امله نه شي لوبیدلی، له نړیوالو لوبو محرومې نه شي.

د فیفا د مقرراتو له مخې افغان ښځینه ټیم تر دې مخکې باید د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون له لورې معرفي شوی وای.

د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له پنځلسمې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی د ښځو پر سپورټونو یې بندیزونه لګولي دي.

د امو دریا د تیلو له پنځو نورو څاګانو د استخراج چارې پیل شوې

د تېلو نوې پرانیستل شوې څاه
د تېلو نوې پرانیستل شوې څاه

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د امو دریا د نفتي حوزې د زمرد سای د تیلو په ساحه کې د تیلو له پنځو څاګانو د استخراج چارې پیل شوې.

د دغو څاګانو د استخراج بهیر د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا پیل شو.

د کانونو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه ویډیويي بیان کې ویلي چې د ۱۲ څاګانو له ډلې له پنځو هغو د تیلو استخراج پیل شوی او نورې څاګانې به ډیر ژر د استخراج لپاره چمتو شي.

د طالبانو په حکومت باندې نیوکې دي چې د کانونو په تړونو کې لازم شفافیت نه رعایتوي او کانونه لا هم په غیر مسلکي او غیر منظم ډول راباسي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG