د تخار ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې یې د یوې ۲۲ کلنې ښځې د صحرايي محاکمې ۷ عاملین نیولي دي.
د تخار د والي ویاند سنتالله تیمور د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دغو نیول شویو کسانو کې اکثرهیې په یادې صحرايي محاکمه کې د وهل شوې ښځې د کورنۍ غړي دي.
ښاغلي تیمور وویل، نیول شوي کسان توقیف خونې ته انتقال شوي چې د څېړنو لپاره به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
ښاغلي تیموري وویل:
"موږ تر اوسه د دغې قضيې په تړاو اووه کسان نیولي، اوس په توقیف خانه کې دي او محاکمه شوې ښځه مو نهه بجې د ولایت مرکز ته رالېږدولې، اوس د امن په کور کې ده، روغتیايي حالتیې ښه دی، څو کسان نور هم زموږ په لېست کې دي، ورپسې یوو چې هغوی هم ونیول شي."
د تخار ولایت د چاه اب په ولسوالۍ کې دغې پېښې ته له هغې وروسته د خلکو او حکومت پام ورواوښت چې په ټولنیزو شبکو په ځانګړي ډول فېسبوک کې، د دغې ښځې د صحرايي محاکمې وېډیو خپره شوه.
په وېډیو کې لیدل کېږي چې یوه ښځه د ګڼو خلکو په منځ کې ناسته او څو کسانیې په شدت سره په لښتو وهي.
سربېره پر دې، یو شمېر کسانیې په لغتو وهي او په ځمکهيې پرې باسي.
د ښاغلي تیمور په خبره، دغه پېښه د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ د رباط حمیدالدین په کلي کې رامنځته شوې ده.
د تخار د والي ویاند د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته دا هم ویلي وو چې د دغې ښځې مېړه له دوو کالو راهیسې په ایران کې اوسېږي.
نوموړي دا هم ویلي وو چې دغه ښځه په دې تور صحرايي محاکمې ته راښکل شوه چې ګواکې کور تهیې یو ځوان ننوتی او څو ساعتهيې په کور کې تېر کړي دي.
د افغانستان د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیرې یوسفزاده ازادي راډیو ته وویل چې دغه ښځه ثریا نومېده او د دې د صحرايي محاکمې یو شمېر عاملین نیول شوي دي.
په تخار ولایت کې د یوې ښځې صحرایي محاکمه په افغانستان کې نوې پېښه نهده.
شااوخوا دوه کاله مخکې د غور په ولایت کې د رخشانې په نوم یوه نجلۍ له کوره د تېښتې په جرم په یوې صحرايي محاکمه کې ووژل شوه او په کابل ښار کې د فرخندې په نوم بله نجلۍ، د قران د سوځولو په تور، په وهلو ټکولو ووژل شوه او مړي تهیې اور واچول شو.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د صحرايي محکمو د مخنیوي په هدف پهکار ده چې عدلي او قضايي ارګانونه د دغې پېښې له عاملینو سره غوڅ قانوني چلند وکړي.
د دغه کمېسيون ویاند بلال صدیقي ازادي راډیو ته وویل:
"دا یو جنایتکارانه او غیر انساني عمل دی چې د یوې ښځې د قربانۍ لامل شوی، موږ غواړو د قضيې له عاملینو سره قانوني چلند وشي او هیله ده چې د افغانستان دولت په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي او هېڅچا ته اجازه ورنهکړي چې په خپل سر خلک مجازات کړي."
ښاغلی صدیقي وايي، په دې وروستیو کې دا شان قضيې زیاتې شوې دي.
د ده په خبره، دوی د روان لمریز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې ۶ نورې ورته قضیې هم ثبت کړې دي.
خو افغان چارواکو تل دا ویلي چې د ښځو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف، اړوندو ارګانونو ته جدي سپارښتنې کړې دي.
تازه تر دغې پېښې وروسته د افغانستان د ښځو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ له دیني عالمانو او ملا امامانو غوښتي چې خلکو ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې عامه پوهاوی ورکړي.
راپور: خان محمد سیند