د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۵۶

تخار کې د یوې ښځې د صحرايي محاکمې په تور ۷ تنه نیول شوي


د افغانستان د سیمه‎ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، په تخار کې د یوې ښځې د صحرايي محاکمې او د هغې د وهل ټکولو په تور اووه تنه نیول شوي دي.

د دې ادارې ویاندې منیرې یوسف‎زاده نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، نیول شوي ټول د دې ښځې د کورنۍ غړي دي او اوس د تخار مرکز تالقان ښار ته انتقال شوي دي.

په وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې یوه وېډیو ښکاره کېدله چې په‎کې خلک یوه ښځه ښکنځي او بیا یې په لرګیو وهي.

افغان چارواکي وایي، دا ښځه اوس په امن کې ده او ژر به د تخار مرکز ته انتقال شي.

د تخار د والي ویاند سنت‎الله تیمور له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دا پېښه د چاه‎اب ولسوالۍ په رباط کلي کې د قوس په میاشت کې شوې وه.

XS
SM
MD
LG