د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

د ۱۳ورځو په تېرېدو لاهم حکومت د انټرکانټیننټال په اړه جزئیات نه شریکوي


د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رئیس وايي، د وروستیو پېښو په اړه د امنیتي بنسټونو د دقیقو معلوماتو نه ورکول به د خلکو پر وړاندې د حکومت اعتبار کم کړي.

پر انټرکانټیننټال هوټل له حملې دیارلس ورځې تېرېږي، خو لاهم امنیتي بنسټونه او په ځانګړې توګه د کورنیو چارو وزارت د دغه حملې د څرنګوالي په اړه د جزئیاتو شریکول نه غواړي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رئیس میرداد نجرابي وايي چې د پېښو د څرنګوالي او د پولیسو د اجراتو په اړه د دقیقو معلوماتو نه شریکول د خلکو پر وړاندې د حکومت اعتبار کموي.

نوموړي له حکومت نه وغوښتل چې په دې اړه معلومات له خلکو سره شریک کړي.

انټرکانټیننټال هوټل
انټرکانټیننټال هوټل

نوموړي زیاته کړه:

"یقیناً چې د امنیتي بنسټونو په اوخاصه توګه د پولیسو له اجراتو څخه خلکو ته د دقیقو معلوماتو نه ورکول د خلکو پر وړاندې د حکومت اعتبار کموي او د حکومت پر وړاندې بې باوري هم زیاتوي."

په داسې حال کې چې پر انټرکانټیننټال هوټل له حملې دیارلس ورځې تېرېږي خو لا هم خبریالانو ته دا اجازه نه ده ورکړل شوې چې د دغه هوټل له دننه څخه راپور برابر کړي.

د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

په دغه پېښه کې د رپوټونو پراساس لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل شول چې بهرنیان هم پکې شامل وه.

تر دې وړاندې حکومت ویلي و چې د یادې پېښې په اړه څېړنې کوي خو تراوسه اړونده بنسټونو او په خاصه توګه د کورنیو چارو وزارت د وروستیو جزئیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم د پنجشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت د ویاند د مرستیال نصرت رحیمي سره د ازادي راډيو اړیکه ټینګه شوه، خو نوموړي په دې اړه خبرې ونه کړې.

خو دا چې ولې د انټرکانټیننټال د حملې په اړه جزئیات او معلومات نه شریکېږي په اړه یې د کورنیو چارو وزارت د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې رئیس نجیب امان وايي:

"په قوت سره زموږ کار مخ ته ځي په مشترکه توګه د ملي امنیت ریاست او زموږ اداره کار کوي، هرکله چې نتیجو ته ورسېږو حتماً یې له تاسو سره شریکوو او دا چې په دې اړه ډېر معلومات نه شو شریکولای دلیل یې د موضوع محرمیت دی."

له بلي خوا د افغانستان د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ د ادارې اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغې حملې او نورو پېښو په اړه له رسنیو سره د معلوماتو نه شریکول د دې لامل شوی چې د خلکو تر منځ د اوازو بارزا ګرم شي.

راپو: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG