د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۱۱

د افغانستان په ملکي ادارو کې د ښځو د ونډې د زیاتولو لپاره د نوې پالېسۍ تطبیق پیل شو


د افغانستان د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو کمېسیون د ملکي خدماتو په ادارو کې د ښځو د ونډې د ډېرېدو لپاره نوې پالېسي پیل کړې ده.

د افغانستان د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو کمېسیون په دې لټه کې دی ترڅو د ملکي خدماتو په ادارو کې د ښځو ونډه ډېره کړي.

دغه کمېسیون د یاد هدف لپاره د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۴ کال د مرغومې ۲۰» یوه نوې پالېسي اعلان کړه چې له مخې یې باید په روان مېلادي کال کې د ملکي خدماتو په بنسټونو کې د ښځو ونډه دوه سلنه لوړه شي.

د دغه کمېسیون کمېشنرې تبسم ولایت نیرو چې د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو د کمېسیون له مشر نادر نادري او د هېواد له لومړۍ مېرمنې بي بي ګل غني سره د نوې پالېسۍ د تطبیق غونډې ته خبرې کولې وویل چې په نوې پالېسۍ کې د ښځو لپاره ښه سهولتونه په پام کې نیول شوي دي.

نیرو: له استخدام مخکې باید ځينې تدابیر ولرو.
نیرو: له استخدام مخکې باید ځينې تدابیر ولرو.

نوموړې زیاته کړه:

"له استخدام مخکې باید ځيني تدابیر ولرو، د مثال په ډول کولای شو معلوماتي بانک ولرو، د کار د رامنځته کولو مشورتي مرکزونه فعال کړو، د خالي بستونو څخه ښځو ته معلومات ورکړو، د ښځو سره د فورمو په ډکولو کې مرسته وکړو، د تحصیل په وخت کې کار او د کار په وخت کې تحصیل باید د ښځو د استخدام پر وړاندې بهانې نه‌شي."

ناامني، جنسیتي او جنسي تبعیضونه هغه عوامل ګڼل کېږي چې په ادارو کې يې د ښځو د ګډون پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

د افغانستان د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو کمېسیون د مسؤلینو په وینا په ۲۰۰۹ مېلادي کال کې په دولتي ادارو کې د ښځو د ګډون اندازه ۲۷ فیصده وه.

دا کمېسیون په دې باور دی چې د ځینو دلایلو له مخې دا اندازه کمه شوې او په تېرو نهو میاشتو کې په ملکي ادارو کې د استخدام شویو ښځو اندازه ۱۶ سلنې ته رسېدلې ده.

د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو د کمېسیون مشر نادر نادري وايي، دا وخت په حکومتي ادارو کې د ښځو ونډه او رول لکه د هرې بلې برخې په څېر کمرنګه دی.

په همدې حال کې د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني په دغو مراسمو کې وویل چې لا هم د افغانستان په خصوصي او دولتي ادارو کې ښځې له ځورولو سره مخ دي.

بي بي ګل غني
بي بي ګل غني

نوموړې زیاته کړه:

"جنسي ځورول په ټولو بنسټونو کې دي، په دولتي او خصوصي بنسټونو کې، په بازارونو او سړکونو کې دوی ځورول کېږي او دا داسې یو څه دي چې د افغانانو په کلتور پورې اړه نه‌لري."

خو د ښځو د ځورولو د مخنیوي لارو چارو ته د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو کمېسیون په نوې پالېسۍ کې ځای ورکړل شوی دی.

د دغه کمېسیون کمېشنره تبسم ولایت نیرو وايي، د کمرو نصبول، هر وخت خلاصې دروازې، د فترونو په دروازو کې د شیشو نصبول د دغې پالېسۍ نور هغه موارد دي چې باید د ښځو د ځورولو پر وړاندې په دفترونو کې عملي شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG