د افغانستان دفاع وزارت له سلو ډيرې ښځې د نظامي زده کړو لپاره ترکیې هېواد ته لیږي.
د دې وزارت مرستیال اقبال علي وايي چې د ښځینه افسرانو له نظامي زده کړو سره به د افغان ځواکونو لیکې لا پیاوړې شي.
یو شمېر ښځې چې ټاکل شوې راتلونکي اوونی ترکیې ته ولاړې شي وايي، دوی له خپلو وروڼو سره یو ځای د هېواده دفاع ته لېواله دي.
د جنګ په ډګرونو کې جنګیدل، هغه مسولیت دی چې د افغانستان دفاع وزارت په وینا ښځې یې هم لري او له نظامي زده کړو پرته یې تر سره کول ګران دي.
د دفاع وزارت مرستیال اقبال علي د ځواکونو په لیکو کې د ښځو ګډون د افغان حکومت لپاره ستره لاسته راوړنه بولي.
ښاغلی اقبال وايي چې افغان حکومت د دې هدف د لا پیاوړي کېدو په خاطر ځينې افسرانې ترکیې ته د زده کړو لپاره لیږي چې له راتګ سره سم به د افغان ځواکونو سره یو ځای د جنګ په جبهو کې وجنګیږي.
ښاغلی اقبال وايي:
"تاسې درنو خویندو مبارزه خپل کار ګڼلی او د دې خاورې د ړانده دوښمن په وړاندې مو له وروڼو سره یو ځای ملا تړلي ده، هیڅ دنده له زده کړو پرته ممکنه نه ده تاسې د ملکي ژوندانه په پرتله نظامي ژوند ته چې سخت زحمت او مسولیت ته اړتیا لري اختیار کړي ده."
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د نظامي ماموریت له ختمېدو سره چې ترکيي یې هم غړیتوب درلود دغه هېواد اوس د افغان ځواکونو روزلو ته پاملرنه ډېره کړي ده.
د افغانستان دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دغه ترکیې په تېرو دوه کلونو کې د ښځو په ګډون سلګونو افغان ځواکونو ته په هغه هېواد کې د زده کړو زمینې برابرې کړي دي.
له دې پرته چې د دوشنبې په ورځ ۱۱۰ ښځې د نظامي زده کړو لپاره ترکیې ته ځی افغان حکومت ۱۵۰ نورې ښځینه افسرې په کمانډو برخه کې د زده کړو لپاره هندوستان ته لیږي.
هغه افغان افسرانې چې په ترکیه کې به زده کړې وکړي وايي، له ښه احساس سره دې مسلک ته راغلي دي.
له دې افسرانو له ډلې رخشانې رضایې وايي.
"زموږ هیله وه چې دا مسولیت پر غاړه واخلو او د بهرنیو ځواکونو پر ځای موږ چې د هېواد نیمه برخه یو وجنګیږو او انشاالله هغه څه چې دلته زده کوو د ملي اردو وروڼو سره یو ځای به د خاورې څخه دفاع کوو او امید چې ښه بیلګه وو."
په نظامي ماموریت کې د ښځینه افسرانو او ځواکونو حضور په تېره بیا د کورنو په پلټنو کې تل د امنیتي او دفاعي ادارو له خوا مهم ګڼل شوي دي.
دا ادارې وايي چې له بل هر وخته ډېر د ښځو د جذب هڅې تېزې شوي او اراده دا ده چې په راتلونکو لسو کلونو کې لس زره ښځې نظامي لیکو او رهبری ته لار پیدا کړي.
شکریه مداوم چې یوه افسره ده وايي، د ښځو او سړیو ګد کار افغانستان تل پاتې ثبات ته رسولی شي.
دی وايي:
"خدایه زه له تاسره دا ژمنه کوم چې افغانستان هماغسې چې سرلوړی وو سرلوړی وساتم ترکیې ته تګ او هلته زده کړې کول زما لپاره داسې دي چې زموږ په وړاندې به د خوشحالی درواړه خلاصه کړي."
افغان حکومت په داسې وخت کې د جنګ په لیکو کې د ښځو په رول ټينګار کوي چې امریکایي چارواکو روان میلادي کال د افغان نظامیانو لپاره له زحمتونو ډک کال یاد کړی دی.
خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، دا کال به د افغان امنیتي ځواکونو د کامیابی کال وي او د جنګ په ډګرونو کې د ښځینه افسرانو شتون کولای شي د بریالیتوب دا تکل لا پیاوړی کړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ