د ارزګان سیمهییز چارواکي وايي، د دې ولایت مېرمنو ته د کار په لټه کې دي.
د ارزګان د کرنې او مالدارۍ ریاست رئیس زلمي الکو د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې دوی د ښځو لپاره په درېیو برخو کې پروژې تر لاس لاندې لري او هڅه کوي چې له همدې لارې د هغوی اقتصادي ستونزې حل کړي.
نوموړي زیاته کړه چې همدې برخو کې د ۵۰۰ ښځو لپاره د چرګانو فارمونه جوړوي او ۸۰۰ کورنیو ته باغچې او یو شمېر شنې خونې جوړوي.
ښاغلي الکو زیاته کړه:
"موږ ارزګان کې د ښځو لپاره ډېر کار کوو او هغوی هم کار کولو ته ډېره اړتیا لري، که څه هم دلته ډېرې ښځې بېکاره ګرځي خو ګڼ شمېر يې په کار هم ګمارل شوي دي، دا زموږ لومړی ځل دی چې موږ ارزګان کې د ښځو لپاره د چرګانو فارمونه او کورنۍ باغچې جوړوو."
ارزګان د افغانستان جنوب کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د مسؤلینو په وینا ښځې يې د ناوړه دودونو له امله د کړاونو څخه ډک ژوند تېروي.
له دې سره د ارزګان ولایت د ښځو چارو ریاست مسؤلین هم د ښځو لپاره د کار پیدا کول یوه جدي اړتیا بولي.
د ارزګان د ښځو چارو ریاست رئیسې اغلې رڼا سمیع وفا ازادي راډيو ته وویل چې دې ولایت کې ښځې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او باید چې د دغې ستونزې حل لپاره ورته اوږد مهاله پروژې پلي شي.
اغلې رڼا زیاته کړه:
"وروستیو جنګونو ډېرې خویندې بېسرپرسته کړې او هغوی اوس دې ته مجبوري دي چې خپله کار وکړي خو زمینه نهده ورته برابره، اوس چې د هغوی لپاره پروژې پلي کېږي نو د دوی لپاره به ډېرې ګټورې تمامي شي، موږ هره ورځ ۲۰۰ ښځو ته د باغدارۍ او نورو برخو کې ورکشاپونه ورکوو."
په ورته وخت کې هغه ښځې چې کورنۍ باغچې او فارمونه ورته جوړېږي خوشحاله دي او وايي چې که زمینه ورته برابره شي دوی هم کولای شي چې د وروڼو په څېر کار وکړي.
دوو مېرمنو ازادي راډیو ته خپل نظر داسې څرګند کړ:
"موږ دلته ډېرې ستونزې لرو، د مثال په ډول ښوونځي کې مسلکي ښوونکي نهلرو، درسونه مو هم نهدي په معیار برابر، همداراز په فني او حرفوي برخو کې لازم کار نهدی شوی."
"موږ له دولته غواړو چې ښځو ته په ادارو کې ونډه ورکړي، د هغو ښځو لپاره هم د کار زمینه برابره کړي چې بېسواده وي."
د مسؤلینو په خبره لا اوس هم ارزګان ولایت کې د ښځو پر وړاندې تاریخوالی خپل اوج ته رسېدلی او ولایتي ادارهيې مخنیوي کې پاتې راغلې ده.
راپور: شریفالله شرافت