د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

نورستانیان: څومره چې مو ولایت لېرې دی، دومره حکومت هم له پامه غورځولي یوو


د نورستان په مرکز او ولسوالیو کې اوس هم ښځې په شاقه کارونو بوختې دي او وایي چې تر اوسه حکومت او مرستندویو ټولنو د دی د ژوند د ښه والي لپاره هېڅ نه دي کړي.

په نورستان کې لا هم ښځې د پټیو په کرکیله او نورو شاقه کارونو بوختې دي، دوی کوچني ماشومان په څادرونو کې په ملاګانو پورې تړي، د کرنیزو ځمکو د جګوالي او ټیټوالي په وجه خپلو کښتونو او بوټو ته په لاسونو اوبه رسوي چې ژوند یې ورسخت کړی دی.

د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکې ۳۵ کلنه صفیه چې ملا يې تړلې او په پټیو کې کار کوي، ازادي راډیو ته په دې اړه داسې وایي :

"پر ښځو ټول د ګیاه رېبل، د پټیو کار، ژرنده کول، د غواګانو او نورو څارویو ساتل او د کور کارونه دي چې ښځې یې باید وکړي."

۲۰ کلنه مریم چې اوسمهال د پشکي د نجونو په لیسه کې ښوونکې ده، وايي چې ښځو ته د کور د اخلي پخلي ترڅنګ، د کرکیلې، د ژرندو او نور کارونه هم ور په غاړه دي.

اغلې مریم وایي:

"د پټیو کارونو کې مو له ستړیا لاسونه او پښې مات شوي، د پټو کارونه همدا مو مشکلات دي."

مریم وايي، کومو ښځو او سړیو چې تعلیم ته مخه کړې، ژوند يې ښه دی او کومو کسانو چې تعلیم ته شا کړې، هغوی ته له شاقه کارونو پرته، نور څه نه دي ورپاتې.

نوموړې زیاته کړه:

"ټول بې تعلیمه دي، تعلیم ته لاس رسی نه لري، نور څه وکړي چې پټيو کې کار ونه کړي، نو خپل ژوند ته به څنګه دوام ورکړي، همدا ورته پاتې دي."

د نورستان مېرمنې وايي، د ښځو د ژوند د ښه والي او دوی ته د حقونو ورکولو په نوم ډېر دفترونه جوړ دي، زیات کسان پکې پرېمانه معاشونه اخلي، خو تراوسه یې د ښځو د ستونزو د هواري لپاره کوم کوټلی او عملي کار نه دی کړی.

په نورستان کې د ښځو چارو رئیسې مېرمن زاهده فیضان ازادي راډیو ته وویل، دوی تل په خپل ولایت کې د ښځو شته ستونزې مرکزي حکومت او مرستندویو ټولنو ته رسولې دي، هر یوه ارګان ژمنې کړي، خو تراوسه يې یو هم داسې عملې کار نه دی کړی چې ورسره دوی له ستونزو وژغورل شي.

مېمن فیضان وایي:

"موږ په نورستان کې د ښځو د تعلیم او تعلیم یافته خویندو ته په دفترونو کې د کارونو پیدا کولو او دوی له شاقه کارونو د راویستلو لپاره ډېرې هڅې کړې، خو بدبختانه چې تراوسه یې هېڅ نتیجه نه ده ورکړې، دلته خلک مجبور دي چې د خپل ژوند او اقتصاد د ښه کولو لپاره، د پولې پټي او نور شاقه کارونه وکړې."

نورستانیان وايي، لکه څنګه یې چې ولایت د مرکزي حکومت او مرستندویو ادارو له سترګو پناه او لېرې پروت دی، همداسې دوی هم حکومت له پامه غورځولي دي.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG