د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

سراج: تر دوه سوه زیات افغان پناه غوښتونکي په يونان کې بنديان دي


د يونان چارواکو ويلي چې اوسمهال تر دوه سوه زیات افغان پناه غوښتونکي په دغه هېواد کې بنديان دي.

دا خبره په يونان کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر سراج الحق سراج د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وکړه.

"نن چې يې په زندانونو کې د افغانانو شمېر ماته راکړ، ۲۰۸ يا ۲۰۹ کسان دلته په زندانونو کې دي چې پر يو شمېر يې حکم شوی او نور حکم ته سترګې په لاره دي."

خو زموږ پوښتنه دا وه چې دوی څنګه پوه شول چې دا افغانان دي او دوی راته ځواب نشو ويلای.

ښاغلي سراج زیاته کړه چې سفارت هڅه کوي پوه شي دا کسان ولې بندیان شوي دي.

دی وايي د يونان له چارواکو يې غوښتي چې له افغان بنديانو سره د لیدو زمينه ورته برابره کړي.

د افغانستان سفارت په دې وروستيو کې په يونان کې پراخ کړای شوی دی.

ښاغلی سراج وايي، ډېری افغانان چې غوښتل يې اروپا ته ورسېږي او په يونان کې بند پاته شول، انساني قاچاق وړونکو تېر ايستلي دي.

د ده په وينا هغوی کولای شي په خپله خوښه بېرته افغانستان ته لاړ شي او نړيوالې موسسې ورسره په دې برخه کې مرسته کوي.

دی وايي:

"موږ د سفارت په حيث یو پروګرام پر مخ وړو او هېواد ته د بیاستنېدو پاڼې ورکوو، که يو څوک په خپله خوښه غواړي بېرته افغانستان ته لاړ شي، کولای شي سفارت ته مراجعه وکړي او درخواست وکړي، موږ یې له هغې موسسې سره معرفي کوو چې افغانستان ته په لېږلو کې ورسره مرسته کوي"

ښاغلی سراج وايي چې ځيني شکايتونه يې تر لاسه کړي چې په يونان کې له افغانانو سره توپیري چلند کېږي او څوک يې کیسونه پر مخ نه وړي.

خو دی وايي چې د يونان له چارواکو سره يې د دې ستونزې په اړه خبرې کړي او هغوی ورته ويلي چې که د افغانانو هويت تثبیت شي، کارونه به يې پر مخ یووړل شي.

XS
SM
MD
LG