د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

بلخي: په اروپا کې پر افغان ځوانانو د تحمیل شویو اعمالو مخنیوی نه‌شو کولای


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي، له هغو اعمالو څخه د مخنیوي لپاره چې په اروپا په ځانګړي توګه یونان کې پر افغان ځوانانو تحمیل کېږي، اقدام نه‌شي کولای.

د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل دوی په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل ژمنه کوي، خو وايي چې ناقانونه کډوال تر ډېره له داسې ستونزو سره مخ دي چې حل کول‌یې د دغه وزارت له توانه لوړ دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي

ښاغلي بلخي زیاته کړه:

"دا داسې موارد دي چې زموږ له هڅو او کارونو بهر دي، له بده مرغه دوی چې کله په قاچاقي لارو ځي، موږ ډېر څه اورو چې پر دوی تېرېږي، موږ یوازې تر هغه ځایه چې لاسرسی لرو، څه کولای شو."

د ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې زیات شمېر افغانانو په هېواد کې د ناامنۍ او بې‎کارۍ له امله د اروپا په لوري مخه وکړه، خو د کډوالو چارو وزارت وايي چې په دې وروستیو کې یې بیا شمېر د پام وړ کم شوی دی.

له دې سره د دغو کډوالو د بد وضعیت په اړه وخت نا وخت راپورونه خپاره شوي، تر دې چې په تېر ژمي کې نړیوالو بشري ټولنو په لوېدیځو هېوادونو کې د کډوالو په بد وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.

له دې ډلې په یونان کې د کډوالو د بد وضعیت په اړه ډېر ویل شوي، تر دې چې په راپورونو کې د افغان کډوالو له قوله راغلي چې د ډېرې بې‎وزلۍ او یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره‎یې حتی جسم خرڅولو ته مخه کړې.

د کډوالو چارو وزیر هم مني چې د غیر قانوني کډوالو په وړاندې ستونزې شته، په تېره هم هغه چې په یونان کې د ډېرې مودې لپاره بند پاتې کېږي.

د ولسي جرګې د کډوالو چارو کمېسیون وايي چې په هر ځای کې د کډوالو ستونزو ته رسېدل د افغان حکومت کار دی او باید د حل لپاره‎یې مناسبې طرحې ولري.

د دغه کمېسیون یوه غړي محمد یوسف صابر ازادي راډيو ته وویل، د کډوالو چارو وزارت ته ښيي چې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره په نړیواله ټولنه غږ وکړي.

ښاغلي صابر وویل:

"دا د افغان دولت مسؤلیت دی چې افغانان هر ځای چې وي، ورته رسېدنه وکړي، ځکه دا ملت دی چې دولتونه جوړوي، که افغان دولت د دوی ستونزو ته رسېدنه ونه‌کړي د افغانستان نوم او نېښان ته داغ رسېږي."

ښاغلی صابر ټینګار کوي چې که د کډوالو چارو وزارت په اروپايي هېوادونو په تېره بیا په یونان کې د کډوالو ستونزې حل نه‌کړي، ممکن کډوال د خپل ژوند د دوام لپاره په بشري جنایتونو او نورو کارونو لاس پورې کړي.

هغه وايي چې د داسې وضعیت دوام په نړیواله کچه د افغانستان نوم او عزت ته توان رسوي، ځکه نو دولت ته ښيي چې له هرو ممکنو لارو خپل اقدامات ولري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG