د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

"د کډوالو بېرته ستنول د هغوی پر بنیادي حقوقو تېری دی"


د عفوې نړیوال سازمان د غیر قانوني کډوالو د برخلیک په اړه د اروپايي اتحادیې او یونان موافقه د بشري قوانینو ضد ګڼي.

د دې موافقې پر اساس به هغه غیر قانوني کډوال چې د مارچ له ۲۰ وروسته د یونان ټاپو ګانو ته ور رسېدلي، ترکیې ته ستنول کېږي.

وروستي رپوټونه وايي چې د سې شنبې په ورځ ۲۰۰ تنه چې لږترلږه ۴۲ افغانان هم په کې وو، د یونان له ټاپو ګانو ترکیې ته په بېړیو کې واستول شول.

د عفوې نړیوال سازمان وايي، په یونان او ترکیه کې چې د کډوالو د بېرته ستنولو اجباري بهیر روان دی، وضعیت تر دې حده خراب دی چې د بشري حقونو پر قوانینو او د مهاجرت پر نړیوالو اصولو تېری ګڼل کېږي.

په دې سازمان کې د افغانستان د چارو مسئولې حوریه مصدق پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل چې داسې هېوادونو لکه افغانستان، سوریي او عراق ته د کډوالو بېرته ستنول د جګړې له سیمې د تښتېدلو انسانانو پر بنیادي حقونو تېری دی.

حوریه مصدق زیاته کړه:

د کډوالو د بېرته ستنولو د بشري حقونو پر قوانینو او د مهاجرت پر نړیوالو اصولو تېری ګڼل کېږي.
د کډوالو د بېرته ستنولو د بشري حقونو پر قوانینو او د مهاجرت پر نړیوالو اصولو تېری ګڼل کېږي.

"په افغانستان کې جګړه روانه ده، هلته د طالبانو او نورو افراطي ډلو فعالیت په خپله د اندېښنې وړ دی، په افغانستان کې اوسمهال، هره ورځ په اوسط ډول له ۱۰ تر ۱۵حملې کېږي چې او دا ټولې د اندېښنې وړ خبرې دي."

مېرمن مصدق د افغانستان پر حکومت هم نیوکه وکړه چې په دې هېواد کې د امنیتي وضعیت خرابوالی یې له نظره اچولی دی.

د افغانستان حکومت په زرو له اروپايي هېوادونو او ترکیې د افغان کډوالو له ستنولو سره مخالفت څرګند کړ.

د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت وايي چې راتلونکې اوونۍ به په کابل کې د ترکیې له سفیر سره د هغو افغانانو د برخلیک په اړه خبرې وکړي چې په زور له اروپا ترکیې ته استول شوي دي.

د دې وزارت ویاند اسلام الدین جرئت ازادي راډیو ته وویل چې د کډوالو اجباري ستنول د ژنیو په ۱۹۵۸ کنسوانسیون تېری ګڼي.

اسلام الدین جرئت زیاته کړه:

د کډوالو اجباري ستنول د ژنیو په ۱۹۵۸ کنسوانسیون تېری دی
د کډوالو اجباري ستنول د ژنیو په ۱۹۵۸ کنسوانسیون تېری دی

"د افغانستان د دولت دریځ دا دی چې موږ غواړو چې د ترکیې له حکومت سره خبرې وکړو، د هغو افغانانو د برخلیک په اړه باید خبرې وشي چې ترکیې ته بېرته استول شوي څو څرګنده شي چې هغوي بېرته ستنېږی یا په ترکیه کې پاتې کېږي، خو له یوې څرګندې موافقې پرته به موږ هیڅ کله له اروپايي هېوادونو یا ترکيې د افغانانو له اجباري ایستلو سره موافقه ونه کړو."

دې افغان چارواکي هیله څرګنده کړه چې وروستی وضعیت به هغو افغانانو ته هم د خطر زنګ وي چې غواړي په قاچاقي لارو اروپا ته ولاړشي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنري "یو. ان. اچ. سي. ار" وايي چې د ترکیې او اروپايي اتحادیې د موافقې پر اساس یوازې هغه خلک بېرته استول کېږي چې د مارچ تر ۲۰ وروسته د یونان ټاپوګانو ته رسېدلي دي.

په یونان کې د دې ادارې ویاندې لیینا ویدې پرون ازادي راډیو ته وویل چې لږترلږه ۵۰ زره غیرقانوني کډوال بې برخلکیه پاتې دي.

لیینا ویدې زیاته کړه:

"دا ډېره مهمه ده چې کډوال په خپلو حقونو وپوهېږي، زموږ اداره هره ورځو کډوالو ته د هغوی د قانوني او حقوقي وضعیت په اړه مشورې ورکوي څو هغوی باخبره پریکړه وکړي."

خو د ملګرو ملتونو دا اداره وايي چې دوی د ترکیې د حکومت او د اروپايي اتحادیې ترمنځ په وروستۍ موافقه چې پر اساس يې کډوال ترکیې ته استول کېږي، اغېز نه شي کولاي.

راپور: فرشته جلالزۍ

XS
SM
MD
LG