د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

ترکیه له اروپا ایستل شوي افغانان بېرته هېواد ته ستنوي


ترکیه وایې، هغه افغانان به بیرته افغانستان ته واستوي چې له اروپایې اتحاديې سره د یوه تړون له مخې له یونانه دې هېواد ته استول کیږي.

ترکیې له دې مخکې هم له خپلې خاورې یو شمېر افغانان په زوره ایستلي او افغانستان ته یې استولي و چې د بشري حقونو یو شمېر مدافع ډلو د انقرې پر دغه اقدام انتقاد کړی و.

یوه له دغو ډلو د بخښنې نړېوال سازمان یا امنیسټي انټرنشنل ده چې له انقرې یې غوښتي چې له افغانانو سره دې د جینوا د کنوانسیون او د بشري حقونو نورو نړېوالو قوانیونو سره سم چلند وکړي.

ټاکل شوې ده چې نن د افغانانو په ګډون شاوخوا پنځه سوه کډوال ترکیه له یونانه تسلیم کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا خبره د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ترکي رسنیو ته کړې ده.

دولت پلوي اکسام ورځپاڼې د ایفکان اعلی له قوله ویلي چې وایې، نن به پنځه سوه کډوال له یونانه ترکیې ته راورسیږي او افغانان، عراقیان او پاکستانیان به بیرته خپلو هېوادونو ته واستوي.

دغه کډوال د هغه تړون له مخې ترکیې ته استول کيږي چې په تیره مارچ میاشت کې د ترکیې او اروپایي اتحاديې ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د کډوالو د بحران لپاره د یونان د حکومت ویاند جیورج کیریتسیس هم ترکیې ته د دغو کډوالو د بیرته استولو مسله تایید کړه خو دقیق شمېر یې ونه ښود.

د رویټرز په وینا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR او د بشري حقونو ډلو دغه تړون غندلی او هغه یې له قانوني خوندیتوب پلوه نیمګړی بللی دی.

د ملګرو ملتونو او د افغانستان د کډوالو او راستیدونکو چارو د وزارت د احصایو له مخې تېر کال شاوخوا دوه نیم لکه افغانانو په اروپایې هېوادونو کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې او د سږ میلادي کال په لومړېو دوو میاشتو کې یواځې یونان د ورغلو کډوالو پناه غوښتونکو په سلو کې څه کم ۳۰ یې افغانان دي.

د بخښنې نړېوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشل د اروپایي اتحاديې او انقرې ترمنځ شوی تړون پر بشري حقونو یو تاریخې ګذار بللی دی او ویلي یې دي چې د یونان هغو ټاپو ګانونو ته به یوه هیت واستوي ترڅو وضعیت له نژدي وڅاري چې له هغو ځایونو کډوال په ځانګړو کشتیو کې ترکیې ته استول کیږي.

ترکیې له دې مخکې هم له خپلې خاورې یو شمېر افغانان په زوره ایستلي او افغانستان ته یې استولي و.

د امنیستي انټرنېشنل د افغانستان د برخې مسولې حوریه مصدق وایې، د افغانستان امنيتي وضعیت ته په پام سره انقره باید په زوره خپل هېواد ته د افغانانو له استولو ډډه وکړي.

مېرمن مصدق زیاته کړه:

"د بخښنې نړېوال سازمان د ترکیې له چارواکو جدي غوښتنه کړې چې له خپلې خاورې د پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ ودروي، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو له بهر کولو لاس واخلي چې اروپا ته له داخلیدو سره هم له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي. په عین حال کې د بخښنې نړېوال سازمان له ترکیې دا غواړي چې له هغو ټولو مواردو چې له اروپایي ټولنې سره په موافقې کې وو، د بشري حقونو اصولو او د جینوا د کنوانسیون په ګډون ټولو نړېوالو اصولو څخه دې سرغړونه نه کوي."

اغلې مصدق وايې،انقره باید په زوره خپل هېواد ته د افغانانو له استولو ډډه وکړي.
اغلې مصدق وايې،انقره باید په زوره خپل هېواد ته د افغانانو له استولو ډډه وکړي.

دغه راز اروپایي اتحادیه په پام کې لري چې شاوخوا ۸۰ زره افغان کډوال او پناه غوښتونکي بیرته افغانستان ته واستوي.

سره له دې چې اروپایي هېوادونو د روان کال له پیل راهیسې د افغانانو په ګډون د کډوالو او پناه غوښتونکو په وړاندې سیاستونه سخت کړي خو د ملګرو ملتونو د احصایي له مخې له سوریایانو وروسته افغانان تر اوسه د مهاجرینو او پناه غوښتونکو لویه برخه جوړوي.

د محمد حنیف په نوم یوه افغان کډوال چې مقدونیه پولې ته نژدی د یونان په ایدومیني کې له خپلې کورنۍ سره بند پاتې دي، د افغانانو په ګډون د ټولو کډوالو او پناه غوښتونکو وضعیت ډیر ناوړه بولي. هغه د یکشنبې په ورځ له رویټرز اژانس سره په خبرو کې پر افغانانو غږ وکړ چې له هېواده دې نه وځي.

ښاغلي حنیف زیاته کړه:

"زه دلته له دوو کورنیو سره راغلی یم. ما ویلي چې دلته وضعيت ډیر خراب دی. زه ټولو افغانانو ته وایم چې لطفاً اروپا او یونان ته مه راځئ. ځکه دلته وضعیت ښه نه دی، پوله هم تړلې ده."

محمد حنیف پر افغانانو غږ وکړ چې له هېواده دې نه وځي.
محمد حنیف پر افغانانو غږ وکړ چې له هېواده دې نه وځي.

د اروپایي اتحاديي او ترکيې ترمنځ د شوي تړون له مخې هر هغه کډوال یا پناه غوښتونکی چې په غیر قانوني توګه یونان ته داخلیږي، د پناه اخیستو د غوښتنې له څیړلو وروسته به بیرته ترکیې ته استول کیږي.

د هر سوریایي په بدل کې به چې ترکیې ته استول کیږي، اروپایي ټولنه د ترکيې په کمپونو کې دیره یو سوریایي مستقیماً مني.

راپور: نوریاس نوري

XS
SM
MD
LG