د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

یونان ته د رسیدلو افغان کډوالو برخلیک لا هم نه دی معلوم


د رپوټونو پر اساس، د مقدونیې او سربیا حکومتونو پریکړه کړې چې افغان کډوالو ته اجازه نه ورکوي چې د دوي په خاوره کې د لویدیځې اروپا هېوادونو ته تېر شي.

د یونان په مرکز اتن کې د میشتو افغانانو یوه اتحادیه وايي چې لږ تر لږه دوه زره افغان کډوال چې ماشومان هم په کې دي، د دې ښار په دوو سترو میدانونو او شاوخوا سمیو کې پراته دي.

په یونان کې د افغانانو د اتحادیې د غړي رحمت محمدي په وینا، د اروپايي اتحادیې یوه غونډه به چې ټاکل شوې ډیر ژر جوړه شي، د دې کډوالو د برخلیک څرګندولو لپاره نوې پریکړه وکړي.

د محمدي په وینا، په یونان کې له میشتو غېر قانوني افغان کډوالو به غوښتنه وشي چې خپل نومونه په یونان کې د کډوالو په توګه ثبت کړي.

د پلان پراساس، د یونان حکومت به د دې کسانو د پناه غوښتنلیکونه د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو ته استوي څو هر هېواد پریکړه وکړي چې څومره کسان په کومو شرایطو منلای شي.

رحمت محمدي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا بهیر ښايي زیات وخت ونیسي نو هغه افغانان به چې په اروپايي اتحادیه کې د پناه غوښتنه کوي، مجبور وي چې ډیره موده په انتظار کې پاتي شي.

د ده په وینا، له افغانو کډوالو به دا امکان هم واخیستل شي چې د پناه غوښتنې لپاره یو ځانګړی هېواد انتخاب کړي.

رحمت محمدي زیاته کړه:

"افغان کډوالو ته به اجازه نه ورکول کیږي چې د استوګنې لپاره یو هېواد انتخاب کړي. دوي به اروپايي هېوادونو ته استول کیږي. په دې کې ځيني فقیر اروپايي هېوادونو لکه رومانیا، هنګري او پولنډ هم شاملیږي چې د کډوالو لپاره ښه شرایط نه لري. دا د اروپا هغه غریب هېوادونه دي چې ان د خپلو خلکو لپاره د کار او ژوند چندان ښه امکانات نه لري."

رحمت محمدي څرګنده کړه چې اوس مهال، ګڼ شمېر افغانان د اتن ښار په دوو سترو میدانونو [امونیه] او [ویکتوریا] کې بې برخلیکه پراته دي او لا هم خلکله ترکیې، د سمندر له لارې ، د یونان ټاپو ګانو ته ور رسیږي.

محمدي وویل چې په افغانانو کې د کافي معلوماتو د نشتوالي له امله، ورځ په ورځ په یونان کې د دوي وضعیت د خرابیدو په حال کې دی.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ازادي راډیو ته وویل چې د یونان ګاونډیانو هېوادونو یوازې د ځيني هېوادونو خلکو ته د خپلو پولو په بندولو، له تبعیضه ډک چلند کړی دی.

بلخي زیاته کړه:

"موږ دا خبر واورید چې د یونان ګاونډيانو د افغانانو پر مخ خپلې پولي تړلي دي. دا چې یوازې د یوه هېواد د خلکو په وړاندې داسې کار کیږي، له تبعیضه ډک چلند دی. موږ دا خبرونه واوریدل او خپلو همکارانو ته مې دنده سپارلې چې په دې اړه څيړنه وکړي."

په همدې حال کې، د فنلنډ حکومت ویلي چې د هغو افغانانو د بیرته ستنولو په اړه د افغانستان له حکومت سره خبرې کوي چې په دې هېواد کې یې د پناه غوښتنلیکونه نه منل کیږي.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې هیله څرګنده شوې د افغانستان له حکومت سره به په دې اړه ډير ژر یوې موافقې ته ورسیږي.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت ویلي:

موږ له هغو خلکو سره چې ځورول شوي د مرستې کوو خو هغه کسان چې په ښه کار او اقتصادي ګټو پسې دي، نه شو منلای.

XS
SM
MD
LG