په جرمني کې افغان سفارت وايي، په سلګونو نوېو ورغلو کډوالو چې جرمني کې له شرایطو تنګ شوي ورته تر اوسه هېواد ته د بیرته ستنیدو د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره مراجعه کړې ده.
بل خوا د کډوالو او راستیدونکو د چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي ازادي راډیو ته وویل، دوی له هیڅ اروپايي هېواد سره په زوره هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو کومه موافقه نه ده لاسلیک کړې او که څوک هېواد ته ستنیږي نو ستنیدل یې په خپله خوښه دي.
په دې اړه نور تفصیل اجمل اند وړاندې کوي: