د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

"د افغان کډوالو په اړه د ولسمشر وروستۍ خبرې مسؤلانه نه دي"


ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي
ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي

د ولسي جرګې اداري پلاوی له جمهور رییس غني څخه غواړي چې د پناه غوښتونکو افغان کډوالو په اړه دې له منفي نظر ورکولو ډډه وکړي.

وروسته له هغې چې جمهور رییس محمد اشرف غني په بهرنیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو افغانانو په اړه خپل دریځ روښانه کړ ولسي جرګه وايي، ښه ده چې جمهور رییس غني له سختو څرګندونو ډډه وکړي.

د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل حکومت مسؤل دی چې له هېواده د باندې د خپلو وګړو له حقونو دفاع وکړي.

ښاغلی انعامي وايي، دا ډول څرګندونې د خلکو په روحیې منفي اغېز کوي، د حکومت او ملت تر منځ د واټن د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

ښاغلي انعامي زیاته کړه:

حکومت مسؤل دی چې له هېواده د باندې د خپلو وګړو له حقونو دفاع وکړي.
حکومت مسؤل دی چې له هېواده د باندې د خپلو وګړو له حقونو دفاع وکړي.

"اصلي خبره دا ده چې د جمهور ریس، د ټول دولت او په تېره بیا د حکومت مسؤلیت، مکلفیت او دنده دا ده چې له خپلو وګړو څخه د هېواد د ننه او بهر دفاع وکړي، د پناه غوښتونکو په اړه د جمهور رئیس دا ډول څرګندونې مسؤلانه نه دي."

دا په داسې حال کې ده چې جمهور رییس غني د بي بي سي له نړیوال سرویس سره په تازه مرکه کې د افغان پناه غوښتونکو په اړه سخت دریځ ښودلی او ویلي یې دي چې په هغوی یې زړه نه سوځي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د معلوماتو له مخې تېر میلادي کال شاوخوا دوه لکو افغانانو د اروپا په نیت خپل هېواد پریښی دی.

ناامني، بې کاري، اقتصادي ستونزې او د ځينو اروپایي هېوادونو دې اعلان چې کډوال مني لسګونه زره دا افغانان اروپا ته د تلو لپاره هڅولي دي.

که ځينې دا پناه غوښتونکي تر مطلبه هېوادونو ته رسېدلي هم دي خو لا هم لسګونه زره کډوال چې افغانان هم په کې دي د یونان په پولو کې بندي پاتې دي چې اټکل کېږي بېرته به د ترکیې په لوري وګرځول شي.

بل خوا بیا له هېواد څخه د دې پیغام تر څنګ اروپایي ټولنې او ترکیې پرېکړه کړي چې ترکیه به د غیرقانوني کډوالو د تېرېدو مخه ونیسي.

اروپایي ټولنې او ترکیې پرېکړه کړي چې ترکیه به د غیرقانوني کډوالو د تېرېدو مخه ونیسي
اروپایي ټولنې او ترکیې پرېکړه کړي چې ترکیه به د غیرقانوني کډوالو د تېرېدو مخه ونیسي

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې حکومت په ټوله کې هڅه کوي تر څو د اروپایي هېوادونو په پولو کې د افغان کډوالو ستونزې هوارې کړي.

د دې وزارت مطبوعاتي سالاکار حفیظ احمد میاخېل ازادي راډيو ته وویل چې د افغان حکومت خبرو تر اوسه ښې نتیجې ورکړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"حکومت او د کډوالو چارو وزارت په ګډه هڅه کوي تر څو اروپا ته د تلونکو افغانانو په اړه له اروپایې ټولنې سره یوه ګډ پریکړه لیک ته ورسیږي، خو د اوس لپاره افغان حکومت د اجباري ایستلو سره مخالف دی او غوښتنه دا ده چې دوی ته د داوطالبانه راګرځېدو لارې برابرې شي."

اوس مهال زرګونه افغان کډوال په بد وضعیت او له دې ډاډ پرته چې اروپا به یې هرو مرو مني یونان کې د ژوند شپې تېروي.

زرګونه افغان کډوال په بد وضعیت او له دې ډاډ پرته چې اروپا به یې هرو مرو مني یونان کې د ژوند شپې تېروي
زرګونه افغان کډوال په بد وضعیت او له دې ډاډ پرته چې اروپا به یې هرو مرو مني یونان کې د ژوند شپې تېروي

​له دې ډلې یې یو شمېر بېرته هېواد ته هم راستانه شوي چې له ازادي راډيو سره په خبرو کې یې ناامني او بې کاري هغه عوامل بللي چې په وینا یې دې سفرونو ته زړونه ښه کړي وو.

د افغان حکومت مشرتابه داسې وخت د کډوالو وتل، هېواد د ستونزو سره د مخ کېدو لامل بولي چې ډېری خلک او سیاسیون خپله حکومت د کاري فرصتونو او امنیت په نه رامنځته کېدو پړ ګني.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG