د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د يوې څېړنې پر بنسټ چې په ۲۵ ولایتونو کې یې له ۳۷۴۲ تنو سره کړې، عدالت ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې د یو شمېر ننګونو خبره کوي.
د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۷» ازادي راډيو ته وويل، په ځينو ولایتونو کې د پولیسو، عدلي او قضايي ادارو نهفعالیت، تعصبي چلند او د فساد موجودیت عدالت ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې لوی خنډونه دي.
دی وايي:
"له بده مرغه په دغې څېړنه کې موږ موندلي چې د هېواد په ځينو برخو کې د پولیسو د ادارو نهفعالیت د دې لامل شوی چې خلک خپل شکایت ثبت نهکړي او د څارنوالۍ او محاکمو د څانګو نهفعالیت عدالت ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې اساسي ستونزه ګڼل شوې."
په دغې څېړنه کې راغلي چې د ولایتونو ۴۱ سلنه امنیه قوماندانۍ غیر فعاله دي او له ۲۵ ولايتونو نه یوازې په شپږو ولایتونو کې خلک پولیسو ته لاسرسی لري، خو په پاتې نورو ولایتونو کې د قضيو د کشف او تعقیب په برخه کې ستونزې موجودې دي.
د دغې څېړنې په یوې بله برخه کې راغلي چې د ابتدائیه څارنوالۍ له ۳۰۰ اداري واحدونو نه ۵۰یې د ناامنۍ له وجې تړل شوي او استېناف او ابتدائیه څارنوالیو له ۸۹۴۴ قضیو ۴۱۳۰ قضیې څېړلې دي.
په ۱۷۰ ولسوالیو کې ابتدائیه محکمې نهشته.
له هغو قضیو نه چې نهدي څېړل شوي، ۶۳۶یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او ۴۹یې د شکنجې قضیې دي.
دغهشان د دغې څېړنې په یوې بله برخه کې راغلي چې په ۱۷۰ ولسوالیو کې ابتدائیه محکمې نهشته، خو د نورو ولسوالیو په اړه ځواب منفي دی او په ۲۷ ولسوالیو کې د ۲۷ ابتدائیه محکمو د فعالیت نهشتون منل شوی دی.
په دغې څېړنه کې ویل شوي چې د ازادۍ سلبېدل، مدافع وکیلانو او د امن کورونو ته کم لاسرسی هم هغه ستونزې دي چې خلکو یادې کړې دي.
د افغانستان لویې څارنوالۍ او سترې محکمې په دې اړه څه نهدي ویلي، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وړاندې شوي ارقام رد کړل.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي په داسې حال کې چې پر پولیسو د خلکو د ناباورۍ موارد نهردوي وايي، د پولیسو منسوبینو ته لارښوونه شوې چې د خلکو ستونزې په خپل وخت سره هوارې کړي.
دی وايي:
"د کورنیو چارو وزارت نوي مشرتابه مرکز او ولایتونو ته لارښوونه کړې چې خلکو سره ښه چلند وکړي او د هغوی ستونزې هوارې کړي، ځکه پولیس د خلکو خادمان دي، نه باداران."
په ورته وخت کې د افغانستان د حقوقپوهانو د ټولنې مشر اجمل هوډمن جګړه د عدالت د پلي کېدلو پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه ګڼي.
نوموړی له حکومته غواړي چې د عدالت د پلي کېدو په هدف په ټولو ولسوالیو کې امنیت ټینګ او دغهشان عدلي او قضايي مرکزونه فعال کړي.
راپور: شاهمحمود شینواری