د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

د بشر حقونه: په پکتیا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې ډېرې شوي


د سږ کال په نسبت په پکتيا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي قضيې زياتې شوې دي.

د بشري حقونو د ښځو د برخې مسؤله زرمينه شمس وايي، په پکتيا کې د تېر کال په نسبت د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې ۷ سلنه زياتوالی راغلی دی.

زرمینه شمس زیاتوي:

"تاوتريخوالی که کله موږ وګورو، کال په کال‌يې ارقام ډېرېږي. داسې نه‌ده چې خدای مه‌کړه زيات شوی، بلکې زموږ لاسرسی پېښو ته زيات شوی، تېر کال له ۱۴۵ نيولې ان تر ۱۵۰ پورې او سږ کال د تېر په پرتله ۷ فيصده دا موضوعات زيات شوي او شمېر يې له ۱۶۰ څخه که له کوره تېښته هم ورسره جمعه کړو، ۱۷۵ پورې رسېږي."

دا وايي، له کورونو څخه د ښځو او نجونو تېښته هم په دغه ولايت کې زياته شوې او د تېښتې لوی لامل د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتريخوالی دی.

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدو خبره د پکتيا مدني فعالانې هم کوي او وايي چې د دغه ولايت په لیرو پرتو سيمو کې د ښځو لپاره ډېر څه نه‌دي شوي.

مدني فعاله او د ځوانانو د پارلمان غړې رحيمې نيازۍ وويل:

"حکومت په لیرو پرتو سيمو کې هېڅ نه‌دي کړي، صحیح ده چې په مرکز کې به‌يې يو څه نا څه کار کړی وي، خو په لیرو پرتو سيمو کې يې هېڅ کار نه‌دی کړی.

د دې په خبره، تر هغه چې په لیرو پرتو منطقو کې د ښځو او نجونو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ او پلي نه‌شي، ستونزې به ورځ تر بلې زياتې شي او دې دا خبره هم وکړه چې پکتيا کې د کلتوري ستونزو پر اساس ډېرې قضيې پټې ساتل کېږي، که نه دوی هره مياشت له ډېرو پېښو خبرېږي.

نوموړې وویل:

"په پکتيا کې په لیرو پرتو ولسواليو يا په مرکز کې چې نه‌کېږي، نو تقريباً د څلورو یا پنځو د ځان وژنې له پېښو خبرېږم. په مياشت کې او له شپږو اوو د فراره له پېښو څخه زه شخصاً خبرېږم."

نوموړې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زېاتېدو لامل د زيات ولور، د عامه پوهاوي نشتوالی، په لیرو پرتو سيمو کې د حکومت نه‌پاملرنه او ډېر نور مسايل په ګوته کوي.

د پکتيا د ښځو چارو رئيسه نسرين اورياخېل د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ارقام کم يادوي او وايي چې د تېر کال په نسبت سږ کال له دوی سره کمې قضيې ثبت شوې دي.

نسرین اوریاخېل
نسرین اوریاخېل

اغلې اوریاخېل وویل:

"د تېر کال په نسبت‌يې فيصدي کمه ده او موږ سره فعلاً په مختلفو ارقامو کې سږ کال ۸ پېښې ثبت شوې دي او د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی کم شوی دی."

نوموړې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمېدو لامل، د عامه پوهاوي زياتوالی ګڼي او وايي چې په ټوله پکتيا کې د دوی رياست کار کړی او په دوامدار ډول‌يې د ښځو ستونزو ته رسېدنه کړې ده.

خو يو شمېر مدني فعالانې د ښځو چارو د رئيسې دغه خبرې نه‌مني او وايي، په پکتيا کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی او په لیرو پرتو سيمو کې د دغه رياست چارې د صفر سره برابرې دي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG