د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

پوتین: د ټرمپ وروستۍ پرېکړه د منځني ختیځ وضعیت لا زیات بې‌ثباته کولای شي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره شپه په انقره کې خبریالانو ته وویل چې د بیت‎المقدس په اړه د ډونالد ټرمپ پرېکړه د منځني ختیځ وضعیت لا زیات بې‌ثباته کولای شي.

پوتین پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۰» په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ګډه خبري غونډه کې وویل:

"زه غواړم یادونه وکړم چې روسیه او ترکیه دواړه باور لري چې د امریکا د متحده ایالاتو د ادارې پرېکړه چې بیت‎المقدس د اسرائيل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني او د امریکا سفارت له تل‌ابیب څخه بیت‎المقدس ته ولېږدوي په منځني ختیځ کې د وضعیت له ښه کولو سره مرسته نه‎شي کولای. برعکس، د سیمې پېچلی وضعیت به لا بې‌ثباته کړي. دا په اساس کې د اسرائیل او فلسطین د سولې پروسه شنډولای شي."

په همدې خبري کنفرانس کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د بیت‎المقدس په اړه د امریکا د ولسمشر د وروستۍ پرېکړې په وړاندې د مسکو او انقرې دریځ یو دی.

د امریکا ولسمشر د ډسمبر په شپږمه نېټه اعلان وکړ چې بیت‎المقدس د اسرائیل د دولت د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژني او په تل‌ابیب کې د امریکا سفارت به هم بیت‎المقدس ته ولېږدوي.

اردوغان وویل، روسیه او ترکیه به په دې اړه تماسونه او خبرې جاري وساتي.

د روسیې ولسمشر همداراز له ترکیې سره په دفاعي برخه کې د یو شمېر موافقو د لاسلیک یادونه وکړه.

د ترکیې ولسمشر له خپل روسي سیال سره
د ترکیې ولسمشر له خپل روسي سیال سره

په دې اړه د ترکیې ولسمشر څرګنده کړه چې انقره او مسکو به د "S-400" مزایلو د سیستم معامله په راتلونکوڅو اوونیو کې بشپړه کړي.

ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان سږ کال څو واره سره وکتل او په مکرر ډول‌يې پر ټیلیفون خبرې کړې دي.

ترکیه، روسیه او ایران په سوریه کې د بحران د حل لپاره په هڅو کې یوې خوا ته دي.

د روسیې او ترکيې روابط په ۲۰۱۵ میلادي کال کې چې د ترکیې هوايي ځواکونو له سوریې سره خپلو پولو ته نږدې د روسیې یوه جېټ الوتکه وویشته، خراب شوو.

خو دواړو هېوادونو په وروستیو دوو کلونو کې د اړیکو د ښه کولو کامیابې هڅې کړې دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۰» ترکیې ته تر تګ مخکې مصر او سوریې ته هم لنډ سفرونه وکړل.

پوتین په قاهره کې له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په کتنه کې وویل چې حکومت‌يې په اصولو کې تیار دی چې مسافر وړونکو الوتکو ته اجازه ورکړي چې مصر ته پروازونه وکړي.

پوتین په قاهره کې له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره
پوتین په قاهره کې له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره

ولادیمیر پوتین وویل:

"د روسیې امنیتي ادارو ماته معلومات راکړي چې په عمومي ډول، د مسکو او قاهرې ترمنځ د مستقیم پرواز د یوه لین فعالولو ته تیار یو."

ولادیمیر پوتین او عبدالفتاح السیسي د مصر د لومړۍ اټمي کارخانې د جوړېدو قرارداد هم لاسلیک کړ.

د روسیې ولسمشر سوريې ته هم ولاړ هلته خپلو مېشتو پوځیانو ته‌یې سپارښتنه وکړه چې په تدریجي ډول، له سوریې د وتلو بهير پیل کړي.

سوريې ته د پوتین د سفر په اړه مخکې له مخکې هېڅ معلومات نه‌وو خپاره شوي.

XS
SM
MD
LG