د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

د عرب لیګ بهرنیو چارو وزیرانو د بیت المقدس په اړه د ټرمپ پریکړه منسوخه وبلله


د عربي ټولنې یا عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیرانو په مصر کې په خپله غونډه کې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د پېژندلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه وغندله.

د عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیرانو نن یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۹» د غونډې په پای کې په خپله اعلامیه کې د امریکا د ولسمشر پرېکړه منسوخه وبلله او د خپلو هېوادونو له مشرانو څخه یې وغوښتل چې د بیت المقدس د مسئلې په اړه بیړنۍ غونډه جوړه کړي چې احتمالاً دغه غونډه به اردن کې جوړه شي.

د عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه
د عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه

په دغه پریکړه لیک کې چې په قاهره کې د بیړنې غونډې په پای کې صادر شوی ویل شوي چې د امریکا د متحده ایالاتو دغه پلان له نړیوال قانون څخه جدي سرغړونه ده او یو خطرناک پرمختګ دی.

ولسمشر ټرمپ د ډیسمبر په شپږمه اعلان وکړ چې متحده ایالات بیت المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژني او ژمنه یې وکړه چې د امریکا سفارت به له تلبیب څخه دغه ښار ته چې ویشل شوی، ولېږدوي.

د کارپوهانو په وینا دغه اقدام به درې څلور کاله وخت ونیسي.

ټرمپ وویل، دغه پریکړه یوازې عیني واقعیت منعکسوي او داسې نښې یې وښودې چې متحده ایالات نه غواړي چې د اسرائیل او فلسطین په کړکېچ کې د منځګړيتوب له رول څخه لاس واخلي.

د بیت المقدس موقف د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د روان کړکېچ یوه تر ټولو حساسه مسئله ده.

بيت المقدس ښار ولې لانجمن دی؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

فلسطینیان ختیځ بیت المقدس د خپل راتلونکي خپلواکه فلسطیني دولت پلازمېنه بولي.

اسرائیل ختیځ بیت المقدس د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې له خپلې خاورې سره یوځای کړ چې نړیوالې ټولنې هغه هېڅکله په رسمیت نه دی پیژندلی.

اکثرو هېوادونو چې اسرائیل یې په رسمیت پیژندلی سفارتونه یې په تلبیب کې دي.

د اسرائیل دفاع وزیر اویګدور لېبرمن وویل چې دې هیله من دی چې د امریکا د ولسمشر د وروستۍ پریکړې په وړاندې د فلسطینیانو له تشدده ډکې مظاهرې پای ته ورسېږي.

د اسرائیل دفاع وزیر اویګدور لېبرمن
د اسرائیل دفاع وزیر اویګدور لېبرمن

هغه دا خبره د پوځ له راډیو سره نن په مرکه کې وکړه او ویې ویل چې زموږ هیله دا ده چې هرڅه آرام شي او موږ له اخ و ډب او تاوتریخوالي پرته بېرته عادي ژوند ته وګرځوو.

د تېرې چهارشنبې له ورځې چې ټرمپ دغه اعلان وکړ پرله پسې درې ورځې غزه کې له تشدده ډکې مظاهرې وشوې او اسرائیل هم وروسته له هغې چې د تېرې جمعې په ورځ حماس پر اسرائیل توغندي وایشتل په هوایي بریدونو کې دوه وسله وال فلسطینیان ووژل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG