د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

پوتین سوریې ته په نااعلان شوي سفر کې خپلو پوځیانو ته له دغه هېواده د وتلو امر وکړ


د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په یوه نا اعلان شوي سفر سوریې ته تللی دی.

ښاغلي پوتین د سوریې په «حمیمیم» هوايي اډه کې له ولسمشر بشارالاسد سره وکتل.

دواړه مشران د ښه راغلاست پر وخت سره ورغاړېوتل.

پوتین نن دوشنبه په ناببره توګه سوریې ته تر ورسېدو وروسته خپلو پوځیانو ته امر وکړ چې له دې هېواده وتل پیل کړي.

هغه وویل، ترورېستان‌یې مات کړي او که بیا سر پورته کړي، سخت به‌یې وځپي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

ښاغلي پوتین زیاته کړه:

"په نړۍ کې د ترورېستي فعالیتونو ګواښ لا هم زیات دی، خو دلته په سوریه کې د وسله‌والو ډلو پر ضد پراخ پوځي مأموریت ترسره شو او ستونزه حل شوه، خو که چېرته ترورېستان بیا سر پورته کړي، داسې به‌یې وځپو چې تر اوسه به‌یې نه‌وي لیدلي. دفاع وزیر او د جنرالانو مشر ته امر کوم چې خپلو اصلي مرکزونو ته د روسي پوځیانو بېرته استول پيل کړي."

پوتین که څه هم له سوریې د روسي عسکرو د وتلو امر وکړ، خو ویې‌ویل چې د دوو دایمي پوځي اډو حمیمیم او تارتوس بنسټ‌یې کېښود.

روسیه په هغې جګړه کې چې په‌کې د شااوخوا درې نیم لکه کسانو وژنه تأیید شوې او میلیونونه نور بې‌کوره شوي، د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کړی دی.

روسیې خپلې متحدې سوریې ته زیاتې پوځي مرستې ورکړي او په ګډه‌یې عملیات ورسره مخته وړي.

د بشارالاسد رژیم هم اعلان کړی چې په جګړه کې یې بریا خپله کړې او د اسلامي دولت نومې یا داعش ډله‌یې هم په بشپړه توګه ځپلې ده.

د سوریې کورنۍ جګړه د ۲۰۱۱ میلادي کال په مارچ کې د دولت له‌خوا د مظاهره‌چیانو په ځپلو پیل شوه.

روسیې د ۲۰۱۵ میلادي کال په سپټمبر کې په سوریه کې پوځي ښکېلتیا د هوايي عملیاتو په ترسره کولو پیل کړه.

بشارالاسد یې د مخالفینو له لاسه وژغوره او د جګړې د بریا تله‌یې د هغه په خوا وردرنه کړه.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG