د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

"م. م": راتلونکی کال ۳ میلیونه او ۳ لکه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري


ملګري ملتونه وايي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې به درې میلیونه او درې لکه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په هغه راپور کې چې پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» ملګرو ملتونو خپور کړ ویل شوي چې په افغانستان کې د جګړې له امله کورني بې‌ځايه شوي او له ایران او پاکستانه ستنېدونکي افغانان مرستو ته ډېره اړتیا لري.

ملګرو ملتونو وویل، په افغانستان کې یوازې په اکټوبر کې د وسله‌والو طالبانو د جګړې له امله ۳۶۰ زره کسان بې‌کوره شوي دي.

لږ تر لږه نهه لکه افغانان د جګړې له امله بې‌کوره شوي.

د راپور په حواله، لږ تر لږه ۵۶۰ زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه سږ کال خپل هېواد ته ستانه شوي چې په افغانستان کې د بېړنیو مرستو لپاره اړتیا يې لا زیاته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې ویلي چې لږ تر لږه نهه لکه افغانان چې د جګړې له امله بې‌کوره شوي، په ناوړه وضعیت کې په کمپونو کې اوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ "یو. اېن، اېچ، سي، ار" د افغانستان د چارو مشرې، فتیحه عبدالله تېره اوونۍ د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.

بې ځایه شوي افغان کډوال
بې ځایه شوي افغان کډوال

فتیحه عبدالله زیاته کړه:

"«یو، اېن، اېچ، سي، ار» خیمې او د نورو موادو مرستې کوي، خو په دې برخه کې نړیوالې مرستې هم مهمې دي. موږ د افغانستان له حکومت سره مرستو ته متعهد یو او له نورو مرسته کوونکو ادارو مننه کوم."

ملګري ملتونه وايي، ۴۰ فیصده کوچنیان د ودې لپاره لازم شرایط نه‌لري او په افغانستان کې د داسې ناروغیو له امله چې درملنه‌یې په اسانۍ ممکنه ده، د کوچنیانو د مړینې شمېره د نړۍ په کچه ډېره لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د راپور په حواله، په افغانستان کې د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۴۸۰ کوچنیان د جګړې له امله وژل شوي او ۶۰ فیصده کوچنیان له روانې ناکرارۍ ځورېدلي، ځکه د کورنیو غړي يې وژل شوي یا په دوامدار ډول په وېره کې اوسي.

نهو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۴۸۰ کوچنیان د جګړې له امله وژل شوي.

د ملګرو ملتونو په اټکل، د افغانستان د ۳۴ نیم میلیونه وګړو ۳۹ فیصده د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي، ۱۰ میلیونه افغانان ابتدايي روغتیايي خدمات نه‌لري او نږدې دوه میلیونه افغانان په داسې سخت فقر کې چې حتی د خوراک لپاره څه نه‌شي موندلای، اوسي.

م.م: د افغانستان د ۳۴ نیم میلیونه وګړو ۳۹ فیصده د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي.
م.م: د افغانستان د ۳۴ نیم میلیونه وګړو ۳۹ فیصده د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي.

ملګرو ملتونو په خپله کلنۍ څېړنه کې چې سږ دوبی خپره شوه، افغانستان د هغو هېوادونو له ګڼې واېست چې جګړه په‌کې پای ته رسېدلې او د هغو هېوادونو په کتار کې يې شامل کړ چې جګړه په‌کې روانه ده.

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د وګړو تر نیمايي زیاته برخه چې ښايي ۱۴ میلیونه وګړي وي، په هغو ولسوالیو کې اوسېږي چې وسله‌والې نښتې په‌کې روانې دي او امنیت‌يې خراب دی.

XS
SM
MD
LG