د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

قومي مشران: د ننګرهار خوګیاڼو کې دې د داعش پر ضد پراخ او پرېکنده عملیات پیل شي


د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران په حکومت غږ کوي چې په یاده ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر ضد پراخ او پرېکنده عملیات پیل کړي.

دوی وايي، داعش ډلې په یاده ولسوالۍ کې یو شمېر مهمې او ستراتېژیکې سیمې نیولي او لا هم د پرمختګ په حال کې دي.

قومي مشر ملک شاه زمان وايي، د جګړې له امله ګڼ شمېر خلک د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

بې‌ځایه شوي کډوال
بې‌ځایه شوي کډوال

دی وايي:

"د جګړو له امله ۸۰ فیصده خلک بې‌ځایه شوي، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې مداخله وکړي، سیمې ته ځواکونه ولېږي او د داعش مخه ونیسي، ولس له سخت ناورین سره مخ دی، که حکومت چټک اقدام ونه‎کړي او داعش شیرزادو ته ننوځي، بیا به‌یې مخه نیول حکومت ته ډېره ستونزمنه وي."

د نوموړي په خبره، د جګړو له امله بې‌ځایه شوي کورنۍ په ناوړه وضعیت کې شپې ورځې تېروي.

داعش ډلې څو کاله وړاندې په لومړي ځل د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې سر راپورته کړ او دا مهال له اچین سربېره د خوګیاڼو په ګډون د ننګرهار په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم فعالیت لري.

چارواکي وايي، داعش ډلې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر ضد عملیات پيل کړي او لا هم روان دي.

څه موده وړاندې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې سایمې خوګیاڼۍ ویلي و، داعش هڅه کوي چې د خوګیاڼو ولسوالۍ په نیولو سره ځان، د کابل سروبي ولسوالۍ ته ورسوي او بیا کابل ته ګواښ پېښ کړي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، داعش ډله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ځپل شوې او د افغان ځواکونو په هوايي عملیاتو کې یې ګڼ شمېر مشران او جنګیالي هم وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل، په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د داعش پر ضد پراخو عملیاتو ته چمتووالی بشپړ نیول شوی او ډېر ژر به دغه عملیات پيل شي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

نوموړی وايي:

"په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د وسله‎والو مخالفینو پر ضد د عملیاتو لپاره چمتووالی نیول شوی، په سیمه کې ځواکونه ټول شوي، هلته اوس هم هوايي او ځکمني عملیات روان دي، د عمومي او پرېکنده عملیاتو لپاره هم چمتووالی بشپړ شوی دی."

بل‎خوا د ننګرهار د والي ویاند وايي چې په تېرو څو ورځو کې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د داعش او وسله‎والو طالبانو ۱۶ غړي وژل شوي دي.

عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې په دغې ولسوالۍ کې به د داعش پر ضد نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۷» د افغان ځواکونو عملیات پیل شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی

نوموړی وايي:

"نن په رسمي ډول په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د داعش او نورو ترورېستي ډلو پر ضد عملیات پيلېدونکي دي، دا عملیات به د ولس په همکارۍ ترسره کېږي. عملیات به تر هغې دوام کوي چې ټولې سیمې له داعشه پاکې شي."

ښاغلی خوګیاڼی وايي، د جګړې له امله بې‌ځایه شویو کورنیو سره بېړنۍ او لومړنۍ مرستې شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د ولسي جرګې د دوشنبې «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۶» د ورځې په عمومي غونډه کې یو شمېر وکیلانو په افغانستان کې د داعش ډلې د مخ په زیاتېدونکو فعالیتونو په اړه اندېښنه وښوده.

د دغې جرکې رئیس له حکومته وغوښتل چې د داعش پر ضد کوټلي ګامونه واخلي او اجازه ورنه‌کړي چې فعالیتونه‌یې عام ولس له ستونزو سره مخ کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG