د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

نېکلسن وایي، د کندز ټولې سیمې د وسله‌والو مخالفينو له شتونه تصفیه کوو


د هېواد د ملي امنیت عمومي رئیس، د کورنیو چارو سرپرست وزیر، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاټر مأموریت قوماندان له یو شمېر پوځي او ملکي چارواکو سره د دوشنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۷مه کندز ته سفر کړی و.

دغو لوړپوړو چارواکو وویل چې دوی په دې هدف کندز ته سفر کړی و، څو د دې ولایت امنیتي وضعیت له نږدې وڅېړي.

د کندز والي اسدالله عمرخېل وویل چې په دې ولایت کې جګړو او نا امنیو خلک ډېر ځورولي او باید د نوموړي ولایت ټولې سیمې د طالبانو له شتون څخه تصفیه شي، څو خلک په خپلو سیمې کې په ارامه فضا کې ژوند وکړي.

ښاغلي عمرخېل وویل:

"اوس هم زموږ خلک د طالبانو په اسارت کې ژوند کوي، باید هغوی د طالبانو له اسارت څخه ازاد کړو او زه له تاسو څخه غواړم چې باید د کندز ټولې سیمې د طالبانو له وجود څخه پاکې کړئ."

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي په خپلو خبرو کې وویل چې لا هم دغه ولایت له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دی او مرکزي حکومت باید د دغه ولایت روان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي ایوبي زیاته کړه:

"موږ له تاسو څخه هېله لرو چې په دې ولایت کې ټول غیر مسؤل وسله‌وال خلع سلاح کړئ او یا یې په نظامي چوکاټ کې داخل کړئ او خلک د هغوی له ظلم څخه خلاص کړئ."

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ویس احمد برمک د کندز خلکو ته ډاډ ورکړ چې افغان ګډ ځواکونه د ژمي په موسم کې د دولت ضد عناصرو پر وړاندې خپلو پوځي عملیاتو ته زور ورکوي، څو دغه ولایت په بشپړه توګه د هغوی له شتون څخه پاک کړي.

ښاغلی برمک زیاتوي:

"موږ د کندز د روان وضعیت په اړه خبرې کړي او زموږ ګډ ځواګونه د ژمي په موسم کې د طالبانو پر وړاندې لوی عملیات پیلوي، څو د دغه ولایت ټولې سیمې د طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي."

بل‌خوا په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاټر مأموریت قوماندان جان نېکلسن په خپلو خبرو کې وویل چې دوی د وسله‌والو مخالفينو پر وړاندې پوځي عملیاتونه نور هم پراخوي، څو خلک د هغوی له ظلم او ځورونو څخه خلاصون پیدا کړي.

جان نېکلسن وویل:

"موږ د طالبانو پر وړاندې خپل پوځي عملیات نور هم زیاتوو او هغوی ته نور د فعالیت وخت نه‌ورکوو، همدارنګه څنګه چې موږ په عراق او سوریه کې داعش نابود کړ او په افغانستان کې هم موږ داعش له‌منځه وړو."

بل لوري ته د هېواد د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزي د کندز خلکو ته ډاډ ورکړ چې مرکزي حکومت د غیر مسؤله وسله‌والو پر وړاندې قاطع اراده لري او ډېر ژر به دغه ډلې په دې ولایت کې خلع سلاح کړي.

ښاغلی ستانکزی وایي:

"موږ په ګډه کار کوو، څو د کندز په اوسني وضعیت کې بدلون راشي او کندز باید له دې حالته وباسو او د دې ولایت امنیتي کمربند باید تر دې هم پراخ شي."

خو د کندز خلک وايي چې له دې وړاندې هم دغو لوړپوړو پوځي چارواکو له دوی سره ژمنې کړې وې چې د دې ولایت ټولې سیمې د وسله‌والو مخالفينو له شتونه تصفیه کوي، همدارنګه د کندز په کچه ټول غیر مسؤل وسله‌والو خلع سلاح کوي، خو تر اوسه پورې نه هم د دې ولایت په امنیتي وضعیت کې کوم بدلون راغلی او نه هم خپل سري وسله‌وال خلع سلاح شوي دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG