د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

نېکلسن ډاډه دی چې افغانستان کې به راروانې ټاکنې د امن په فضا کې ترسره شي


په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن ډاډ څرګند کړی چې راروانې ټاکنې به د امن په فضا کې ترسره شي.

جنرال نېکلسن پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۶» په کندز کې یوې غونډې ته وویل چې ټاکنې د افغانانو حق دی او د افغانستان خلک له دې حقه نه‌شي محرومېدلای.

نېکلسن وویل، که وسله‌وال طالبان فکر کوي چې د جنګ په میدان کې به بری وګټي، تېروتي دي او هغوی ته ښايي چې د سولې لار غوره کړي.

کندز ته له جنرال نېکلسن سره په پروني سفر کې د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس احمد برمک، د ملي امنیت ادارې رئیس محمد معصوم ستانکزی او د افغانستان د پوځ لوی درستیز شریف یفتلي هم ملګري وو.

د هغوی د سفر هدف په کندز کې خلکو ته د امنیت په اړه ډاډ ورکول وو.

په افغانستان کې به د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات د راروان کال د سرطان په ۱۶مه نېټه او د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو ټاکنې په ۱۳۹۸ لمریز هجري کال وشي.

که طالبان فکر کوي چې جنګ کې به بری وګټي، تېروتي دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست پرون کندز کې وویل چې په ټول هېواد کې به د امنیت د ښه کېدو لپاره پوځي عملیات پیل شي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن تر دې مخکې ویلي و چې د افغان حکومت د حاکمیت د کړۍ له پراخېدو سره به زیاتو خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون امکان برابر شي.

نېکلسن په وروستیو کې په یوه وېډیو کفنرانس کې د امریکا په دفاع وزارت کې خبریالانو ته وویل چې په ټاکنو کې د افغانانو پراخ ګډون حیاتي اهمیت لري.

افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن
افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن

جنرال جان نېکلسن وویل:

"په راتلونکو دوو کلونو کې د افغانستان پر ۸۰ فیصده خاوره د حکومت واکمني د راروانو ټاکنو لپاره ډېره مهمه ده. په ټول افغانستان کې به د رأيې ورکولو ۷ یا ۸ زره مرکزونه پرانیستل شي. که ټاکنې په امنیت کې ترسره شي موږ به د بااعتباره ټاکنو شاهد یو. رأيې به تر څارنې لاندې واچول شي ځکه دا موږ ته د باوري ټاکنو ډاډ راکوي."

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله هم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۶» د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې انتخابات د ستونزو د حل تر ټولو غوره لار ده.

د ملي وحدت حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله
د ملي وحدت حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله

عبدالله عبدالله وویل:

"د برخلیک د معلومولو لار انتخابات دي. زما په باور هغه نورې حل لارې چې کله نا کله مطرح کېږي، لکه د مؤقت حکومت جوړېدل یا عنعنوي لویه جرګه، زموږ ستونزې نه‌شي حل کولای."

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو عمومي قوماندان پرون په کندز کې وویل چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د ټاکنو د امنیت د ټینګولو لپاره له افغان امنیتي ځواکونو سره هره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG