د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

سرخط: ایا انتخابات به تر سره شی؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د انتخاباتو د موضوع او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رئیس د ګوښه کولو اړوند یو شمېر مطلب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، د انتخاباتو کمېسیون مشر د ارګ له لوري له دندې لېرې کړای شو، خو د ارګ ویاند چې د ده د لېري کولو په اړه کوم وضاحت وکړ، هغه د نجیب الله احمدزي تر لېري کولو هم مسخره خبره وه.

په سرمقاله کې راغلي، شاه حسین مرتضوي په دې اړه ویلي چې د کمېسیون مشر د کمېسیون د غړو له خوا له دندې لېري شوی دی.

سرمقاله لیکونکي، حکومت له عجایبو ډک بللی او لیکلي چې د یو مهم کمېسیون عام غړي خپل رئیس نه یوازې له ریاسته بلکې د کمېسیون له غړیتوبه هم لېري کوي.

په سر مقاله کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د کوښه کړل شوي رئیس نجیب الله احمدزي څرګندونې هم راخیستل شوي چې ویلي، غیر قانوني او ناروا غوښتنې ترې کېدلې چې ده نه دي منلي، خو د کمېسیون نورو غړیو هغه منلي دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د ناروا او غیر قانوني غوښتنو تفصیل به وروسته خامخا معلوم شي، خو په خبره یې که حکومت د ښاغلي احمدزي خوله په کوم بل امتیاز ونه تړي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم موضوع ته په اشارې په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

سرخط لیکي، د افغانستان خلکو تل په خپلو غوښتنو او مرکو کې په دغه هېواد کې سوله خپل ارمان ګڼلی دی، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره اوس د انتخاباتو په اړه، د ارګ او د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون نه خپرو شویو خبرونو ته په کتو داسې ښکاري چې د انتخاباتو تر سره کېدل به هم د دغه هېواد خلکو ته په یو ارمان بدل شي.

سرمقاله لیکونکي پوښتنې هم مطرح کړي دي، ایا انتخابات به تر سره شی؟ او خلک له دولت او کمېسیون نه څه تمه لرلی شي؟

په سرمقاله کې د انتخاباتو په وړاندې ټولو پرتو ستونزو او د جوړېدو نېټې ته یې کم وخت ته په پام سره راغلي، که چېرې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ونه کړای شي په پاتې دغه موده کې خپل فعالیتونه منظم کړي، د جمهوري ریاست انتخابات هم راروان دي او د دواړو انتخاباتو یو ځای ترسره کېدل به ډېر ستونزمن وي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په سر کې په څو کرښو کې د نجیب الله احمدزي پر ځای د بل کس د معرفي کېدلو په تړاو د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم په اړه لیکلي.

هېواد د حکم له متنه راخیستي، د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون نه د نجیب الله احمدزي د ګوښه کولو په اړوند لارښوونه کېږي چې اړوند بنسټونه دې د نویو نوماندانو لېست د دغه کمېسیون د یو تن غړي په کمبود بست کې د ټاکلو لپاره جمهوري ریاست ته معرفي کړي.

XS
SM
MD
LG