ډیپلوماټ ورځپاڼې په یوه مقاله کې ليکلي دي چې؛ امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو لپاره ضرب الاجل ټاکلی و؛ چې په ډېر سرعت سره راروان دی. مقاله زیاتوي چې د ډيورنډ د کرښې دواړو خواوو ته سياسي حالت ډېر خراب دی.
په کابل کې د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد عبدالله عبدالله د امریکا په منځګړيتوب منل شوي؛ د قدرت د وېش توافق او د رايو د تفتيش بهير تحريم کړ. دا کار به د افغانستان پر ډیموکراسي پراخ منفي اغېز واچوي.
همدا راز په اسلام آباد کې د نواز شريف ټاکل شوي حکومت ته عمران خان او پلويانو يې خطر پېښ کړی دی.
د واشنګټن لپاره تر ټولو غوره سيناريو دا وه چې؛ تر دې دمه ارګ ته نوی ولسمشر راغلی وای او د افغانستان د چارو د پر مخ وړلو تياری يې کولای.
دغه نوي ولسمشر به له توقعاتو سره سم؛ امنيتي تړون هم لاسليک کړی وای چې؛ په پايله کې به يې په افغانستان کې د امريکا د راتلونکي په هکله ابهام هم له منځه وړی وای.
په پاکستان کې د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د امریکا سخت مخالف دی. د ده پلويانو د ناټو ځواکونو لپاره پر اکمالاتي لاريو بريدونه او د امریکايي بې پيلوټه الوتکو د حملو پر خلاف لاريونونه کړي دي.
په پاکستان کې سياسي حالات ناځرګند دي؛ خو که عمران خان په خپلو هڅو کې بريالی شي؛ دی به د امريکا لپاره تر دې هم ستونزې زياتې کړي.
د مقالې په وينا، واشنګټن باید په چټکۍ سره هڅې وکړي چې؛ په افغانستان او پاکستان کې د سياسي لانجو د خطرناکو پايلو مخنيوی وکړای شي.
ډېلي ټايمز ورځپاڼې د افغانستان د جګړې لګښت، په نامه مقاله خپره کړې ده. په دې مقاله کې ويل شوي دي چې؛ په راتلونکو څو مياشتو کې به افغانستان په سياسي، اقتصادي، ټولنيز او امنيتي ډګرونو کې ډېر تغير وکړي.
د ناټو ځواکونو او امريکا له خوا ټاکل شوي مهالوېش له مخې به افغان امنيتي ځواکونه د ۲۰۱۴م کال تر پايه بشپړه مسووليت پر خپله غاړه واخلي.
امريکا افغانستان ته د افغان امنيتي ځواکونو؛ چې په کې اردو، ملي پوليس او افغان هوايي ځواک شامل دي؛ د بيارغوونې او پرمختګ لپاره له ۲۰۰۲م کال څخه تر ۲۰۱۴م کال پورې ۱۰۴مليارده ډالر ورکړي دي او د افغان ځواکونو د ساتلو، روزلو او مجهز کولو لپاره امريکا ۶۲ مليارده ډالر لګولي دي.
امریکا له ۱۹۴۸ څخه تر ۱۹۵۲ پورې د دوهمې نړيوالې جګړې وروسته پر ۱۶ اروپايي هیوادونو د نننۍ پيسو معادل ۱۰۳.۴ مليارده ډالر لګولي وو. دا شمېره په افغانستان کې د لګښت د شمېرې سره تقريباً برابره ده او د امريکا هغه پلان چې اروپا يې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته بيرته ودانه کړه؛ افغانستان نه کړ ودان. دا د امریکا لپاره تر ټولو زړه بوږنوونکی حقيقت دی.
د مقالې په وينا، په افغانستان کې سوله او ثبات په درېيو ډګرونو پورې تړلي دي او هغه سياسي، اقتصادي او امنيتي ډګرونه دي چې د افغانستان راتلونکی به ټاکي.
د فارن پاليسي مجلې په يوه مقاله کې راغلي دي چې د افغانستان انتخابات بيرته بحراني حالت ته داخل شوي دي. مقاله زیاتوي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی غواړي د انتخاباتو نتايج د روانې مياشتې تر پايه اعلان شي.
د مقالې په وينا، له بده مرغه د افغانستان انتخاباتو ډېر زيات وخت ونيوی او په عين حال کې د دوه ملیونه رايو د درغليو خبرې کيږي.
په مقاله کې دې ته هم اشاره شوې ده چې د ملي وحدت د حکومت پر ميکانيزم د يوه توافق د نشتوالي له کبله، دواړه کانديدان، عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی داسي فکر کوي چې په انتخاباتو کې بريالي شوي دي.
له دې سره د فارن پاليسي مجله د سپتمبر تر دوهمې نېټې د انتخاباتو نتيجه عملي نه بولي. يعني هغه نېټه چې ولسمشر حامد کرزي د راتلونکي ولسمشر د لوړې د مراسيمو لپاره ټاکلې وه.