د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

د راستنو شویو کډوالو ستونزه لا حل نه‌ده چې په کور دننه نور بې‌ځایه شول


د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ د رسمي شمېرو له مخې د روان ۲۰۱۷ میلادي کال د پیل راهیسې تر دې دمه د جنګ جګړو له امله نږدې ۳۶۰ زره کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي.

دا چې ژمی مخ په پېلېدو دی د راپورونو له مخې دا کډوال اوس‌مهال د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه‌لري او په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

د دې تر څنګ د نویو راستنېدونکو کډوالو د سرپنا ستونزه چې لا هم نه‌ده حل شوې او په یو شمېر سیمو کې دا کډوال هم عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د حقیقت څه دی؟ د دې اوونۍ خپرونه همدې دوه موضوعاتو ته ځانګړې شوې ده چې په اړه‌يې د ازادي راډیو خبریال اکرام‌الله اکرام د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل سره غږېدلی.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:15:20 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG