د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

افکک: فساد لویه ننګونه ده، خو افغان حکومت په نمایشي اقداماتو بسنه کړې


د افغان حکومت له لوري د فساد وړاندې د مبارزې په برخه کې د شته انتقادونو په دوام افکک یا د فساد په وړاندې د افغانانو د همغږۍ مرکز وايي، په یاده برخه کې د حکومت اقدامات د قناعت وړ نه‎دي.

دا مرکز وايي، له ترورېزم وروسته اداري فساد د افغانانو لپاره لویه ننګونه ده.

د دغه مرکز اجرائیوي رئیس صداقت علي ضیا د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۹» په کابل کې د فساد په وړاندې د مبارزې د ملي کنفراس په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل، له ترورېزم وروسته فساد د افغانانو لپاره لویه ننګونه ده، خو حکومت یوازې په نمایشي اقداماتو بسنه کړې.

دی وايي:

"د کنفراس هدف دا دی چې موږ یو ځل افغانانو او په ځانګړي ډول حکومتي چارواکو ته دا مسئله یاده کړو چې له ترهګرۍ وروسته فساد جدي مشکل دی، خو حکومت د دې پر ځای چې د دغه پدیدې د له‎منځه وړلو لپاره قانون جوړ کړي، د پالیسۍ په جوړونې یې بسنه کړې چې هغه هم خپلې نیمګړتیاوې لري، موږ په دې برخه کې د حکومت له کړو اقداماتو راضي نه‎یو."

له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د فساد پر وړاندې د اروپايي ټولنې په درېیم کلني کنفرانس کې ویلي چې په حکومتي ادارو په ځانګړي ډول په امنیتي سکټور کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې لاسته راوړنې د قناعت وړ نه‎دي.

ښاغلي غني دغه شان ویلي، د میلیاردونو ډالره تخنیکي مرسته په هغو کسانو مصرف شوي چې د اداري فساد د له‎‎منځه وړلو لپاره یې پیاوړې اراده‌ نه‌ درلودې.

حکومت غواړي په یاده برخه کې یوازې په نمایشي اقداماتو ولس تېر باسي.

د اداري فساد په وړاندې مبارزه هغه څه دي چې نړیوالو یې هم په وار-وار له افغان حکومت غوښتنه کړې.

خو افکک یا د فساد په وړاندې د افغانانو د همغږۍ د مرکز بیا وايي، حکومت غواړي په یاده برخه کې یوازې په نمایشي اقداماتو ولس تېر باسي.

په ورته وخت کې د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، دا چې له یوې مخې د فساد په وړاندې د مبارزې برخه کې د حکومت په اقداماتو سترګي پتېږي دا له انصافه لېرې خبره ده.

د افغانستان د لویه څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي
د افغانستان د لویه څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي

د دغه ادارې ویاند جمشېد رسولي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د فساد په وړاندې د حکومت اقدامات خلکو ته محسوس دي، خو که موږ په ټوله کې د ملي یووالي حکومت او په ځانګړي ډول د لویې څارنوالۍ او د فساد په وړاندې د عدلي او قضايي مرکز پر اقداماتو سترګې پټې کړو، زما په نظر دا به غیرې عادلانه او له واقعیته لېرې وي."

ښاغلي رسولي که څه هم دا مني چې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې لا ډېرو اقداماتو ته اړتیا ده، خو وايي ښه ده چې څارونکي بنسټونه د انتقادونو پر ځای خپلې اصلاحي طرحې له دوی سره شریکې کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG