د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

مالیې وزارت ۱۳۹۷کې ۳۵میلیارډه افغانۍ له ملي بودجې نه افغان ځواکونو ته ورکوي


د افغانستان په کورنیو عوایدو کې د زیاتوالي له امله د دغه هېواد د ماليې وزارت د راتلونکي کال لپاره افغان امنیتي ځواکونو ته له ملي بودجې نه د ۳۵ میلیارډه افغانیو د ورکړې اعلان وکړ.

د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال لړم ۱۴مه» د بهرنیو مرستو د همغږۍ یا «او. سي. بي» په نهمه ناسته کې افغان حکومت د فساد ضد مبارزې، ځان بسیاینې، ښې حکومتوالۍ او د شته ننګونو په اړه خپل مفصل راپور د بهرنیو هېوادونو له استازو شریک کړ.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وايي، افغانستان د ځان بسیاینې پر لور ګړندي او اغېزمن ګامونه اخلي چې ښه بېلګه یې د دغه هېواد په کورنیو عواید کې د پام وړ زیاتوالی دی.

د ښاغلي حکیمي په خبره دا مهال د افغان ځواکونو د لګښت لپاره له دیرش میلیارډو زیاتې افغانۍ له ملي بودجې ورکول کېږي، خو په عوایدو کې د پنځوس سلنې زیاتوالي له امله به دغه فیصدي نوره هم لوړه شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د روان مالي کال تر پایه به زموږ کورني عواید د دوه زره څوارلسم کال په پرتله پنځوس سلنه ډېر وي، موږ په مالیې وزارت کې له ارقامو او شمېرو سره ډېر دقیق یو، هرڅوک چې غواړي په دې برخه کې شک لري، موږ اماده یو او ښه راغلاست ورته وایو، په روان کال کې له ملي بودجې د افغان امنیتي ځواکونو ونډه ۳۰،۵ میلیارډه افغانۍ دي او په ۹۷ لمریز کال کې به دغه ونډه ۳۵ میلیارډو افغانیو ته ورسېږي."

د مالیې وزیر په داسې حال کې له ملي بودجې د افغان ځواکونو د لګښت لپاره د زیاتې بودجې د ورکړې خبره کوي چې دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو ډېری مالي لګښت امریکا او نور نړیوال ملاتړي یې ورکوي.

افغان امنیتي ځواکونه.
افغان امنیتي ځواکونه.

د امریکا په ګډون نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو د بروکسل، وارسا، لندن او په ځینو نورو مهمو ناستو کې ژمنه وکړه چې تر ۲۰۲۰ میلادي کاله به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، خو ترڅنګ یې افغان حکومت ته د پر ځان بسیاینې سپارښتنه هم کړې وه.

د افغانستان لپاره د امریکا د پوځي ماموریت استازی ریچار ریلي بیا وايي، له افغانستان سره د امریکا مرستې سپین چک نه دی او په مقابل کې یې دوی هم غوښتنې لري.

نوموړي د «او. سي. بي» په ناسته کې وویل، د فساد دوام د افغانستان د امنیت لپاره د ګواښ ترڅنګ، د طالبانو له هغه روایتونو سره مرسته کولای شي چې د افغان حکومت پرضد یې کوي:

"له افغانستان سره زموږ مرستې سپین چک نه دی دغه مرستې په شرطونو ولاړې دي، زموږ حکومت، شفافیت، مؤثریت او حساب ورکونه غواړي، فساد د افغانستان د ملي امنیت لپاره ګواښ دی، فساد د قانون حاکمیت ترپوښتنې لاندې راوستی او دغه شان د افغان حکومت مشروعیت او قوت کمزوری کولای شي او له هغه روایتونو سره مرسته کولای شي چې طالبان یې د حکومت پرضد لري."

ښاغلي ریلي د امریکا د متحدو ایالتونو هغه ژمنه بیا تازه کړه چې دوی به په افغانستان کې د سولې او ثبات تر ټینګښت مخکې دغه هېواد یوازې پری نه ږدي.

له دې ټولو سره سره د سیاسي چارو کارپوه بصیر حقیار بیا وايي، دا به ډېره مشکله وي چې افغان ځواکونه دې په لنډ مهالي کې له مالي پلوه پر خپلو پښو ودرېږي.

د ښاغلي حقیار په خبره په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت سربېره د نورو ګڼو ستونزو د هواري لپاره له مالي پلوه د افغانستان ځان بسیاینه مهمه مسئله ده، خو داسې نه برېښي چې نړیوال دې، یاد هدف ته د رسېدلو لپاره افغانستان سره رېښتینې اوسي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG