د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

عبدالله: د تېرو ټاکنو په څېر "خطرناکه" تجربه دې بیا پر افغانانو نه تحمیلېږي


د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، په افغانستان کې د جمهوري ریاست د تېرو ټاکنو په څېر "خطرناکه" تجربه باید، بیا پر افغانانو تحمیل نه شي.

عبدالله عبدالله پرون شنبې د هليفکس د نړیوالې امنیتي غونډې ترڅنګ په یوه بحث کې وویل، افغانانو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره ډېره قرباني ورکړې او د ښو انتخاباتو حقدار دي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

عبدالله عبدالله وویل:

"په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ټاکنو افغانستان ډېر نازک، ډېر خطرناک حالت ته بیولی و چې د ژغورنې لپاره یې د ملي وحدت حکومت فورمول جوړ شو چې موږ ورباندې موافقه وکړه، خو موږ باید، ورته خطر بیا پر دې هېواد نازل نه کړو. نه یوازې دا بلکه د افغانستان پر خلکو باید هغسې حالت بیا تحمیل نه شي ځکه د خپلو حقونو لپاره يې ډېره قرباني ورکړې او ښو انتخاباتو حقدار دي."

په افغانستان کې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د جمهوري ریاست د ټاکنو له امله داسې سیاسي بحران رامنځ ته شو چې د هغه هېواد د سیاسي ثبات او ډیموکراسۍ په اړه يې د نړۍ په کچه اندېښنې پېدا کړي.

ناټو به د انتخاباتو د امنیت په ټینګولو کې د افغان امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

هغه مهال، د امریکا د حکومت د منځګړیتوب پر اساس، په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت پر جوړېدو موافقه وشوه.

عبدالله عبدالله وویل، افغانان د ملي وحدت له حکومته توقع لري چې را روانې ټاکنې به شفافې او مناسبې وي.

د هغه په وینا، حکومت کوښښ کوي چې ټاکنې پر خپل وخت او د اصلاحاتو پر اساس ترسره شي.

عبدالله: په وروستیو کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رهبرۍ په اړه ځینې اندېښنې وې.
عبدالله: په وروستیو کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رهبرۍ په اړه ځینې اندېښنې وې.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسون د فعالیت په اړه اندېښنو ته په اشاره، وویل:

"په وروستیو کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رهبرۍ په اړه ځینې اندېښنې وې. کمېسیون خپله پرېکړه وکړه چې مشر یې بدل شي او ښه بدیل به مرسته ورکړي چې موږ د حکومت په توګه د هغه خپلواک کمېسیون ملاتړ وکړو او نړیواله ټولنه هم کومک ورسره وکړي څو دا خپلواک کمېسیون ښه فعالیت وکړي."

عبدالله عبدالله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، له مخکنیو انتخاباتو د زده کړې پر بنا، د اصلاحاتو لړۍ پېل شوې او حکومت یې هڅه کوي چې ټاکنې پر خپل وخت ترسره شي.

هغه په انتخاباتي سیسټم کې د مهمو اصلاحاتو د بېلګې په ډول د رأیې ورکوونکو د لېستونو د جوړېدو یادونه وکړه.

په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراوو انتخابات د راتلونکي کال د سرطان په میاشت کې کېږي.

د جمهوري ریاست ټاکنې په ۲۰۱۹ میلادي کال کېږي.

په افغانستان کې نازک امنیتي حالت د ټاکنو په وړاندې له مهمو خنډونو ګڼل کېږي. خو د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په وروستیو کې په بروکسل کې د تړون د دفاع وزیرانو په غونډه کې چې د افغانستان د دفاع وزیر هم ورغلی و، وویل چې ناټو تړون به د انتخاباتو د امنیت په ټینګولو کې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG