د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

انتخاباتو کمېسیون ۹ ولایتونو کې د رأیې د ورکونې۱۸۵۰ مرکزونه تصویب کړل


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په ولایتونو کې د رأیې ورکړې په مرکزونو د څېړنې او بحث د علني غونډو په لړ کې دوېیمه غونډه جوړه کړه.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دوېیمه علني غونډه کې په نهو ولایتونو کې د رأیې د ورکونې ۱۸۵۰ مرکزونه له څېړنې وروسته تصویب کړل.

د دغه کمېسیون کمېشنرانو د دوشنبې په ورځ په علني غونډه کې په ۱۱ ولایتونو کې د رأیې د ورکړې په مرکزونو بحثونه وکړل او په نهو ولایتونو کې د رأیې د ورکړې مرکزونه تصویب کړل.

د دغه کمېسیون کمېشنرې وسیمه بادغیسي د بحثونو نتایج داسې اعلان کړل:

"د تصویب د مورد ولایتونه نهه دي، ارزګان، بغلان، پروان، زابل، هلمند، فاریاب، کونړ، غور او بدخشان دي چې په ټولیز ډول ورکې د کمېسیون د نن ورځې غونډې ۱۸۵۰ مرکزونه تصویب کړل او ټینګار کوو چې د کندهار او میدان وردک ولایتونه مرکزونه به په راتلونکو غونډو کې وڅېړل شي."

د کمېسیون په دوېیمه علني غونډه کې د بدخشان، غور، ارزګان، زابل، کندهار، هلمند، فاریاب، کونړ او میدان وردک ولایتونو په ګډون پروان او بغلان ولایتونه د رأیې ورکونې مرکزونه چې په لومړۍ علني غونډه کې له تصویب پاتې شوي، هم وڅېړل شول.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په لومړنۍ غونډه کې هم د اوو ولایتونو د رأیې په مرکزونو بحث او تصویب شوي وو.

د دغه کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد په دوېیمه علني غونډه کې وویل چې په لومړۍ غونډه کې۹۸۰ د رأیې اچونې مرکزونه تصویب شوي وو.

د انتخاباتو د کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد
د انتخاباتو د کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد

د دغه کمېسیون د معلوماتو پر اساس تراوسه په ۱۶ ولایتونو کې د رأيې د ورکړې له ۲۸۰۰ زیات مرکزونه تصویب شوي دي.

په علني غونډو کې د رأیې په مرکزونه بحث په داسې حال کې کېږي چې یو شمېر انتخاباتي ناظرو بنسټونو د کمېسیون په سستو کارونو د انتقاد ترڅنګ ویلي و چې د راتلونکي انتخابات کړل ممکن نه‎دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو لپاره د ۱۳۹۷کال د سرطان ۱۶مه نېټه اعلان کړې ده.

د افغانستان د ازادو، عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا مسؤلین که څه هم دا یو ښه قدم ګڼي، خو په ولایتونو کې د رأیې د ورکړې د مرکزونو د ډېروالي او کموالي دلایلو په روښانه کولو ټینګار کوي.

د ازادو، عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوی رئیس یوسف رشید
د ازادو، عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوی رئیس یوسف رشید

د دغه بنسټ اجرائیوی رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل:

"په ټوله کې ښه قدم دی، خو له قانوني، تخنیکې او محتوا له اړه موږ ستونزې وینو، په دې اړه موږ خپل وړاندیزونه کمېسیون ته سپارلي او د ځواب په تمه یو، څو په یو ولایت کې د مرکزونو د کموالي او زیاتوالي په اړه دلایل روښانه شي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له لوري د رأیې مرکزونه څېړنه داسې مهال پيلېږي چې د دغه کمېسیون د چارواکو په وینا په ۳۲ ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو له امله له څېړنو پاتې شوي دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG