د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

ټیفا: د ولسمشر او اجرائیه رئیس شااوخوا کسان انتخابات کړکېچ ته بیایي


د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا وايي، د ولسمشر او د اجرائیه رئیس شااوخوا ته راټول یو شمېر کسان هڅه کوي چې راتلونکي انتخابات بحران ته ولاړ شي.

دغه بنسټ وايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره هم وخت کم او هم امکانات کم دي، نو دوی یې په خپل وخت د ترسره کېدو په اړه مشکوک دي.

د دغه بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده د یکشنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته د انتخاباتي طرحې د سپارلو پرمهال وویل، په جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست کې یو شمېر لوړ پوړي چارواکي هڅه کوي چې د راتلونکو انتخاباتو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي.

ښاغلي ایوب زاده وویل:

"له بده مرغه د ولسمشر او حتی د اجرائیه رئیس په شااوخوا کې راټول یو شمېر کسان هڅه کوي چې انتخابات د کړکېچ په لوري یوسي."

خو ښاغلي ایوب زاده د کوم ځانګړي کس نوم یاد نه کړ.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو لپاره د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان ۱۶مه نېټه اعلان کړې ده.

خو ټیفا په خپلې انتخاباتي طرحه کې وړاندیز کړی چې دا نېټه دې د همدې کال میزان میاشت ته وغځول شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې له دې وړاندې د حزب اسلامي او حرکت اسلامي ګوندونو ترڅنګ، یو شمېر مدني او انتخاباتي بنسټونو هم خپلې طرحې دوی ته سپارلي چې د دوی په وینا، د یوه ځانګړي پلاوی له خوا ورباندې غور روان دی.

د دغه کمېسیون د دارلانشاه رئیس امام محمد وریماچ وویل، داسې څه یې نه دي محسوس کړي چې په حکومت کې ځینې کړۍ هڅه کوي چې انتخابات د کړکېچ په لوري یوسي.

خو ښاغلی وریماچ وايي، حکومت لکه څنګه چې لازمه ده، له انتخاباتي کمېسیونونو سره مرسته نه کوي.

ښاغلی وریماچ وایي:

"تر هغه ځایه چې زه پوهېږم، داسې په مستقیمه توګه نه دي ویل شوي چې تاسې انتخابات مه کوئ او یا تاسې دا کار وکړئ او دا مه کوئ، خو کله چې موږ د همغږیو په غونډو کې ګډون کوو، د غونډې موضوعاتو ته پام نه کېږي، نو کېدای شي دا داسې موضوعات وي."

که څه هم اجرائیه ریاست تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو جمهوري ریاست وايي، د ملي وحدت حکومت مشران په انتخاباتي کمېسیونو کې لاسوهنه نه کوي او چاته به هم د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډيو ته وویل، حکومت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره ټینګه اراده لري.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال

ښاغلی مینه پال زیاتوي:

"حکومت په خپل وخت د انتخاباتو لپاره ټینګه اراده لري، د ملي وحدت حکومت مشران په انتخاباتو کې لاسوهنه نه کوي او نه هم بل چا ته په انتخاباتو کې د لاسوهنې اجازه ورکوي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، دوی انتخاباتو ته په تیاري بوخت دي او که امنیت ټینګ او بودجه ور ورسېږي، انتخابات به په خپل وخت ترسره شي.

اخوا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ په انتخاباتو کې د شفافیت پر موضوع ټینګار کوي او وايي، انتخابات باید پرته له درغلیو او په شفاف ډول ترسره شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG