د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

د انتخاباتو د شفافیت د څار موسسه: د انتخاباتو کمېسیون لاهم خپلواک نه دی


د افغانستان د انتخاباتو د شفافیت د څار موسسه وايي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د کار د څرنګوالي په اړه د دوی څېړنې ښيي چې دغه کمېسیون تراوسه هم خپلواک نه دی.

دغه موسسه وايي، د نویو کمېشنرانو د کار له پیله تراوسه د دوی د کارونو په اړه څېړنې ښيي چې حکومت د انتخاباتو د کمېسیون په کارونو کې لاسوهنه کوي او په دې توګه یې د کمېسیون شفافیت له ګواښ سره مخ کړی دی.

"حکومت د انتخاباتو د کمېسیون په کارونو کې لاسوهنه کوي."

د دغې موسسې د پروګرامونو د برخې مسؤل حبیب الله شینواري د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال لړم ۱۴مه) په یوې خبري ناسته کې په کابل کې وویل چې د نویو کمېشنرانو د کار له پيله تراوسه هیڅ عملي او ګټور ګام نه دی پورته شوی.

شینواری: حکومت د انتخاباتو د کمېسیون په کارونو کې لاسوهنه کوي.
شینواری: حکومت د انتخاباتو د کمېسیون په کارونو کې لاسوهنه کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"ګوندونه او مدني ټولنې د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون نه ناخوښه دي، خپلواکي، جوړښت، باور او شفافیت د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر وړاندې عمده ستونزې دي."

د ګمارنې بهیر، د ښځو کمرنګه ګډون، له خلکو سره د معلوماتو نه شریکول، د پټو غونډو نیول، سمبولیکې مشورتي ناستې، د رښتینو اصلاحاتو نه راتګ هغه ستونزې دي چې د افغانستان د انتخاباتو د شفافیت د څار موسسې ورته اشاره کړې ده.

دغه شان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء پر اجراتو د څار د یو میکانیزم نشتون او د نوم لیکنې پروسې لپاره د یو روښانه پروګرام نشتوالی هم په دغه څېړنه کې تر ټولو جدي ستونزې ښودل شوې دي.

د دغې موسسې مسؤلین وايي، د دوی څېړنو درې میاشتې وخت نیولی او د ټولو سیاسي جریانونو، مدني بنسټونو او د انتخاباتو د ناظرانو نظرونه په کې ځای پرځای شوي دي.

له دې وړاندې یوشمېر سیاسي جریانونو هم د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د کارونو د څرنګوالي په اړه ناخوښي څرګنده کړې وه.

په انتخاباتي کمېسیونونو کې د اصلاحاتو لپاره د خلکو ملي محور وړاندیزونه!

په دې وروستیو کې د بلخ والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس عطا محمد نور له حکومته غوښتي و چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون منحل کړي.

مسیر: عطا محمد نور سر له اوسه د ټاکنو له پایلو سره مخالف دی

څه موده وړاندې د ولسي جرګې ځینو غړیو ویلي و چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ظرفیت ورته د منلو وړنه دی.

ولسي جرګه: د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې شته ظرفیت د منلو وړ نه‌دی

ټاکل شوې چې راتلونکی لمریز کال د سرطان په ۱۶مه د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو اتنخابات تر سره شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسؤلینو ویلي و چې په ۳۴ ولایتونو کې د رایې د ورکونې د مرکزونو د بیا څېړنې کارونه بشپړ شوي او دوی ژمن دي چې انتخابات پر ټاکلي وخت ترسره کړي.

خو د دوی په وینا نا امني او د بودجې کموالی د دوی پر وړاندې یوه ستونزه ده.

په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کمېشنر رفیع الله بېدار چې د افغانستان د انتخاباتو د شفافیت د څار د موسسې په غونډه کې یې ګډون درلود وايي، هېڅ چا ته د کمېسیون په کارونو کې د مداخلې حق نه ورکول کیږي او له حکومت سره اړیکې یوازې د امنیت د تامین او د بودجې د موضوع په خاطر دي.

رفیع الله بېدار
رفیع الله بېدار

نوموړي زیاته کړه:

"یوځل بیا وایم موږ خپلواکۍ او بې طرفۍ ته ژمن یو او هڅه کوو وښیوو چې موږ له پخواني کمېسیون او کمېشنرانو سره توپير لرو او تېره ناکامه تجربه به تکرار نه شي."

له بل پلوه د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د موسسې د پروګرامونو د برخې مسؤل نعیم اصغري وايي، که چېرې کمېسیون خپلواک نه وي انتخابات به بې اعتباره وي.

نوموړی وړاندیز کوي چې د شفافیت د ټینګښت په خاطر باید د کمېسیون غونډې علني شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG