د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۴۱

فیفا خپله انتخاباتي طرحه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته وسپارله


د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا خپله انتخاباتي طرحه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته وسپارله.

د دغې ادارې استازو تېره ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له چارواکو سره د غونډې پر مهال خپله دغه طرح چې د راتلونکو انتخاباتو د لاښه ترسره کېدو او په‎دې بهیر کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره جوړه کړې وه، تسلیم کړه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د همغږۍ رامنځته کولو او د انتخاباتو په بهیر کې د ټولو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، قومي شوراګانو او نورو انتخاباتي شریکو لورو د ګډون په هدف ګڼې ملي غونډې ترسره کړې دي.

XS
SM
MD
LG