د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

په انتخاباتي کمېسیونونو کې د اصلاحاتو لپاره د خلکو ملي محور وړاندیزونه!


د افغانستان د «خلکو ملي محور» خبرداری ورکوي که حکومت د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په کارکونکو کې بدلون رانه وړي، دوی به یې پرضد جدي ګامونه واخلي.

د خلکو ملي محور د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم ۰۱۱»په کابل کې په یوه ناسته کې په انتقاد سره وویل چې په حکومت کې د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره اراده نه ده موجوده په کمېسیون کې د موجوده کمېشنرانو په موجودیت کې د اصلاحاتو او د شفافو انتخاباتو تمه هم باید ونه شي.

د دغه محور د مشرتابه شورا غړي عبدالمنان شیوای شرق له ناستې وروسته ازادي راډيو ته وویل، د انتخاباتو د اوسني کمېسیون د کمېشنرانو په موجودیت کې انتخابات دوی ته د منلو وړ دي او حکومت ته پکار ده چې د دوی په لېرې کولو سره د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته مشروعیت ورکړي.

عبدالمنان شیوای شرق
عبدالمنان شیوای شرق

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د بنسټیزو اصلاحاتو، د کمېشرانو د بدلون، په انتخاباتي کمېسیونو کې د اصلاحاتو لپاره د تخنیکي طرحې چې اصلاحاتو ته لار هواره کړي وړاندېز کوو، که زموږ طرحه په پام کې ونه نیول شي نو د افغانستان د راتلونکې لپاره به دریم ګام پورته کړو."

خو نوموړي د درېیم ګام په اړه ډېر جزېیات ورنه کړل.

ښاغلي شرق وویل، دوی حکومت ته د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د څرګنوالي او د اصلاحاتو د راوستو طرحه وړاندې کوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د کمېشنرانو له کارونو یو نیم کال تېرېږي، خو په وروستیو څو میاشتو کې يې کارونو د انتخاباتو له څارونکو بنسټونو، مدني فعالانو او سیاسي ګوندونو سره پوښتنې را ولاړې کړې دي.

د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشرانو د لوړې مراسم.
د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشرانو د لوړې مراسم.

دوی د کمېسیون غړي د اصلاحاتو د راوستو په برخه کې د حکومت په لارښوونو او د تجربې په نه موجودیت تورنوي وايي چې د کمېسیون د غړو ټاکنه د قانون له مخې نه بلکې د حکومت په خوښه شوې ده.

دوه ورځې وړاندې د بلخ والي عطا محمد نور هرات ته د خپل سفر پر مهال یوې غونډې ته ویلي وو چې که د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې بنسټیز اصلاحات رانه شي او د اوسنيو کمېشنرانو پرځای بې طرفه کسان په دندو ونه ګمارل شي نو د انتخاباتو پایلې له اوسه ښکاره دي.

خو د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د دغه انتقادونو په اړه وايي:

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او نور انتخاباتي بنسټونه په خپلو چارو کې خپلواک دي او هېڅ څوک یې په چارو کې د مداخلې حق نه لري، د انتخاباتي کمېسیونونو غړي د یوه شفاف میکانیزم او طرزالعمل له مخې ټاکل شوي چې مدني ټولنو او رسنیو یې ترې څارنه کړې، د حکومت له لوري د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره سیاسي اراده موجوده ده، ډېری دغه شخصیتونه له وخت نه مخکې قضاوتونه کوي."

په ورته وخت کې د انتخاباتي چارو کارپوه یوسف رشید چې د خلکو د ملي محور له لورې یې په جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې وویل، که وضعیت دغه شان روان وي خلک به په انتخاباتو کې ګډون ته زړه ښه نه کړي او لکه څنګه چې لازمه ده په هغه ډول به انتخابات ترسره نه شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG