د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

ولسي جرګه: د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې شته ظرفیت د منلو وړ نه‌دی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پر کړنو د هرې ورځې په تیرېدو انتقادونه زیاتېږي.

دا ځل د ولسي جرګې رئیس وايي، د راتلونکو انتخاباتو په شفافیت باور نه‎لري، ځکه په انتخاباتي کمېسیون کې شته ظرفیت دوی ته د منلو وړ نه‎دی.

عبدالرؤف ابراهیمي دا خبرې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۰» په عمومي جلسه کې وکړې.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي
د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي

نوموړي وویل:

"د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې ظرفیتونه په ښکاره معلوم دي او دې ته په کتو راتلونکي انتخابات به شفاف نه‎وي، افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس باید د کمېشنرانو په کچه په دغه کمېسیون کې بنسټيز اصلاحات راولي."

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې له دې یوه ورځ وړاندې د بلخ والي عطا محمد نور هرات ته د خپل سفر پر مهال یوې غونډې ته ویلي، که د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې اصلاحات رانه‎شي، هر څوک به د ځان په ګټه ترې کار واخلي او په وینا یې چې د راتلونکي جمهوري ریاست د انتخاباتو برخلیک له اوس نه معلوم دی.

د انتخاباتي کمېسیون لغوه کول، بنسټیز اصلاحات، د بدلون او یا بدیلو پروګرامونو لټول او د سیاسي ګوندونو له لوري قوي څارنه هغه غوښتنې دي چې ښاغلي نور هرات ته د سفر پر مهال مطرح کړې.

وموغوښتل چې په دې اړه د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د حکومت عکس‌العمل هم واخلو، خو هغوی ځواب ورنه‎کړ.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې غړي وايي، په انتخاباتي کمېسیون کې د بنسټيزو اصلاحاتو راوستل د خلکو او سیاسي ګوندونو له اساسي غوښتنو څخه دي او باید ځواب ورته ورکړل شي.

اصف صدیقي
اصف صدیقي

د دغې جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي په دې اړه ازادي را‌ډيو ته وویل:

"په هغه صورت که چې په کمېسیون کې کسان له ګوندونو او حکومت څخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول پېژندل کېږي، او ورته کار کوي، باید ښکاره او محاکمه شي، خو که اسناد موجود نه‎وي، دا ډول خبرې منصفانه نه‎دي او موږ بیا د کمېسیون استقلالیت تر پوښتنې لاندې راوستی."

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو لپاره یوازې اووه میاشتې پاتې دي او حکومت تر دې وړاندې ویلي چې په انتخاباتي کمېسیون کې اصلاحات د دوی د کارونو له لومړیتوبونو څخه دي او له هغه پرته به انتخابات تر سره نه‎شي.

خو د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې د شبکې یا اکسین مشر جانداد سپین‎غر وايي، په داسې حال کې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون غړي په شفاف ډول ګمارل شوي نه‎دي باید له دغه کمېسیونه د منلو وړ ټاکنو د ترسره کولو لپاره هیله ونه‎لرو.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG