د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

ملیحه حسن: د نجیب الله احمدزي تشه د کمېسیون چارې نشې ځنډولای


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ریاست چارې هم سرپرستۍ ته ولاړې.

د دغه کمېسیون یوه کمېشنره ملیحه حسن وايي، دا مهال د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ریاست چارې د نوموړي کمېسیون د عملیاتي مرستیال له خوا پر مخ وړل کېږي.

اغلې حسن، د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۲۷» ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم د نجیب الله احمدزي پر ځای د نوي کس د معرفۍ پر چټګ بهیر تینګار وکړ، خو ویې ویل چې د نوموړي تشه به د دوی په کارونو کې کوم خنډ رامنځته نه کړي.

ملیحه حسن
ملیحه حسن

نوموړې زیاته کړه:

"د ښاغلي احمدزي صاحب نه شتون زموږ په کاري پروسه کې کوم خنډ نه رامنځته کوي، د انتخاباتو د قانون له مخې عملیاتي مرستیال د کمېسیون سرپرست دی."

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس نجیب الله احمدزی د تېرې چهارشنبې په ورځ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا له خپلې دندې کوښه کړل شو.

په دې اړه د افغان ولسمشر د حکم له مخې، اړوند بنسټونه باید د نویو نوماندانو لېست د دغه کمېسیون د یو تن غړي په کمبود بست کې د غورواي په هدف جمهوري ریاست ته وسپاري.

جمهوري ریاست ویلي چې ښاغلی احمدزی د کمېسیون د غړیو په غوښتنه له دندې لېرې کړل شوی دی.

خو نوموړي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ دا پرېکړه د افغانستان له اساسي قانون نه ښکاره سره غړونه ده او حکومت یې د کمېسیون په چارو کې په لاس وهنه او د انتخاباتي چارو په ټکني کېدو تورن کړ.

ښاغلي احمدزي دغه شان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر یو شمېر کمېشنرانو هم د ملي ضد مسایلو او شخصي ګټو ته په کار کولو تورنونه پورې کړل.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنرې ملیحې حسن د نوموړي دا تورونه بې بنسټه وبلل او په مقابل کې یې پر ښاغلي احمدزي د کاري ضعف تور پوري کړ.

اغلې حسن وايي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس د انتخاباتو د قانون د ۱۶ مې او ۱۷ مادې له مخې له خپلې دندې ګوښه کړل شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه وايي، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په مشرتابه کې د یو تن تشه د دې لامل کېدای شي چې کمېسیون په ډېریو مواردو خپلې پرېکړې وځنډوي.

یوسف رشید
یوسف رشید

د دغه موسسې رئیس یوسف رشید وویل:

"په اوس حالت کې کمېشنران په جفت حالت کې دي، یعنې شپږ تنه دي، که په بعضي حالاتو کې کمېسیون په دوو برخو تقسیم شي، دلته مساوي حالت رامنځته کېږي او اوومې رایې ته ضرورت پیدا کېږي چې هغه باید رئیس وي، که دا نه وي نو طبیعي ده چې کمېسیون به په ډېرو مواردو کې خپلې پرېکړې وځنډوي، نو ژر تر ژره باید دغه خالت خاتمه پیدا کړي."

ښاغلی رشید وايي، د قانون له مخې باید ولسمشر له هغه ۲۲ کسیز لېست نه چې غوراوي کمېټې پخوا ده ته سپارلی د ښاغلي احمدزي پر ځای یو تن د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته د غړي په توګه معرفي او بیا وروسته د کمېشنرانو تر منځ د نوي رئیس لپاره انتخابات تر سره شي.

خو د نوموړي په خبره په دې اړه د ولسمشر له حکم نه ښکاري چې باید د غوراوي کمېټه بیا ځلې یو نوی لېست جمهوري ریاست ته وسپاري چې دا قانوني نه دی.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG