د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

نوې ملي جبهه: د انتخاباتو د کمېسیون د نوي رئیس په ټاکلو کې دې سلا وشي


د افغانستان نوې ملي جبهې له حکومته وغوښتل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د نوي رئیس په ټاکلو کې دې له اپوزېسیون او نورو سیاسي جریانونو سره سلا مشورې وکړي.

د دغې جبهې ویاند سید جواد حسیني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۵» په کابل کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رئیس له دندې د لیرې کېدو هرکلی وکړ.

دی وايي:

"د افغانستان نوې ملي جبهه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رئیس جناب احمدزی صیب له دندې د ګوښه کېدو هرکلی کوي او هغه یو مثبت ګام بولي."

ښاغلی حسیني زیاتوي، حکومت د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت په هدف، باید د نوي رئیس په ټاکلو کې یو لړ منل شوي معیارونه په پام کې ونیسي.

افغان ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د یو فرمان له مخې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس نجیب‎الله احمدزی له دندې ګوښه کړ.

په فرمان کې اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې د نویو کاندیدانو لېست جمهوري ریاست ته وسپاري.

نجیب‎الله احمدزی شااوخوا یو کال وړاندې د کمېسیون د کمېشنرانو له لوري د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رئیس په توګه وټاکل شو.

جمهوري ریاست وايي چې حکومت به د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د نوي رئیس په ټاکلو کې له ټولو ګوندونو، سیاسي جریانونو او مدني ټولنو سره سلا مشورې وکړي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال نجیب‎ ازاد
د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال نجیب‎ ازاد

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال نجیب‎ ازاد وايي:

"ولسمشر له ټولو سیاسي جریانونو، ګوندونو او ټولنو غوښتي چې د کمېسیون د ریاست لپاره د پام وړ کاندیدان معرفي کړي، څو د یوې شفافې پروسې له لارې د کمېسیون ریاست ته غوره کس د رئیس په توګه په دنده وګمارو."

ښاغلی ازاد زیاتوي افغان حکومت ژمن دی چې په انتخاباتي نظام کې د پام وړ اصلاحات رامنځته کړي او په دې برخه کې یې ګامونه هم اخیستي.

بل‎خوا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا وايي چې حکومت تل د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په کارونو کې لاسوهنه کړې ده.

د دغه بنسټ مشر محمد نعیم ایوب‎زاده وايي، دوی اوس هم ډاډمن نه‎دي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نوی رئیس به له قانون سره سم په منل شویو معیارونو وټاکل شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG