د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

نجیب‌الله احمدزی: سرور دانش د انتخاباتو د کمېسیون کمېشنران ګواښلي


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ادعا کوي چې د ولسمشر دوهم مرستیال یو شمېر کمېشنران ګواښلي چې له دندو به‌یې لیري کړي.

نوموړی وايي، د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش له کمېشرانو سره په ناسته کې له هغوی غوښتي چې د ده پر ضد لیک ولیکي.

نجیب‌الله احمدزي چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۴» یې له ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل، یو شمېر کمېشنرانو د ښاغلي دانش د فشار او تهدید له کبله د قانون خلاف د نوموړي د لیرې کېدو غوښتنه کړې ده.

د ښاغلي احمدزي اشاره هغه لیک ته ده چې په‌کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پنځو کمېشنرانو د نوموړي د لیرې کېدو غوښتنه مطرح کړې ده.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر.

نوموړي زیاته کړه:

"زما په اړه د کمېشنرانو لیکل باید لس میاشتې وړاندې او یا هم حداقل دوه اوونۍ وړاندې شوی وی، خو دوی د استاد دانش «د ولسمشر دوهم مرستیال» له لوري تهدید شوي چې که د کمېسیون د رئیس په اړه څه ونه‌لیکئ، نو دی به‌یې له دندو لیري کړي. هغوی د فشار او یا سهوې له مخې دا لیکل کړي چې په راتلونکې کې به ډېرې بدې پایلې ولري."

نوموړی که څه هم د خپلې ادعا په اړه اسناد نه‌وړاندې کوي، خو وايي دغه خبرې ورته ځینو هغو کمېشنرانو کړي چې له سرور دانش سره‌یې ناسته لرله.

د ښاغلي احمدزي په خبره د سرور دانش دغه کار د کمېسیون په چارو کې مداخله ده.

خو د ښاغلي دانش د دفتر مرستیال رشید حمیدي بیا په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

په دې وروستیو کې ځينو خصوصي رسنیو داسې اسناد خپاره کړل چې د انتخاباتو کمېسیون د اووه غړو څخه پنځو کمېشنرانو په یوه لیک کې د دغه کمېسیون له ریاسته د نجیب‌الله احمدزي د لیرې کېدو غوښتنه کړې ده.

هڅه مو وکړه چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مشر د دغې ادعا په اړه چې ګواکې سرور دانش د دغه کمیسیون کمېشنران په لیرې کېدو ګواښلي د کمېسیون د کمېشنرانو نظر هم راواخلو خو بریالي نه‌شوو.

په ورته وخت کې یوه باوري سرچینه چې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي وايي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس او د دارالانشاء رئیس به له دندو لیرې شي.

خو نجیب‌الله احمدزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل که استعفا یې د کمېسیون د چارو له بهبود او ملي ګټو د خوندیتوب سره مرسته کولای شي او ولسمشر ترې وغواړي، نو حاضر دی چې دغه کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کمېسیون د غړو ترمنځ د اختلافونو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون پر خپلو ۵ ګوښه شویو کارکوونکو تورونه په ډاګه کړل

په انتخاباتي کمېسیونونو کې پر نه‌همغږۍ د مدني ټولنو اندېښنې

نوې ملي جبهه: د وریماچ لیرې کېدل د اصلاحاتو او اعتبار لپاره مهم فرصت دی

د دغه کمېسیون یوه غړي معاذالله دولتي له دې وړاندې ویلي که په کمېسیون کې د پټو پرېکړو نیول دوام کوي، نو دی به په کمېسیون کې د پاتې کېدو او نه‌پاتې کېدو په اړه تصمیم ونیسي.

د انتخاباتو په کمېسیون کې د پټو پرېکړو په اړه د دغه کمېسیون د یوه کمېشنر خبرداری

همداراز ځینو سرچینو ویلي و چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء رئیس امام محمد وریماچ له دندې لیرې شوی، خو نوموړی لاهم خپلې دندې ته دوام ورکوي.

سرچینه: د انتخاباتو د دارالانشاء د کمېسیون رئیس له دندې لېرې شو

د افغان حکومت اجرائیه ریاست بیا وايي، د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې اصلاحات هغه بحث دی چې د حکومت، ولس او سیاسیونو ترمنځ مطرح دی.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

د دغه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"په کمېسیون کې ښايي اصلاحات رامنځته شي، خو دا چې دغه اصلاحات به څنګه رامنځته کېږي، څېرې به بدلېږي او که نه؟ دا هغه بحث دی چې لا یې هم باید په اړه انتظار وباسو."

اخوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وايي، که د کمېسیون د غړو ترمنځ اختلافات دوام وکړي ښايي د انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه وځنډېږي.

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید په دې باور دی چې که په کمېسیون کې ژر تر ژره اصلاحات رامنځته شي دغه مسئله د راتلونکو انتخاباتو پر شفافیت مثبت اغېز کولای شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG