د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

نوې ملي جبهه: د وریماچ لیرې کېدل د اصلاحاتو او اعتبار لپاره مهم فرصت دی


د افغانستان نوې ملي جبهه له دندې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا د رئیس لیرې کېدل د اصلاحاتو او د اعتبار د رامنځته کېدو لپاره یو مهم فرصت بولي.

دغه جبهه چې ځان د حکومت اپوزېسیون بولي وايي، د انتخاباتي کمېسیونونو اوسني کمېشنران له سیاسي جریانونو سره له مشورو پرته ټاکل شوي او که د دوی په مشورو تغییر په‌کې راځي دوی یې د شفافیت لپاره فرصت بولي.

د دغې جبهې مشر انوارالحق احدي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل د دوی له ټولو انتقادونو سره سره د انتخاباتو چارې په شفافیت نه‌اداره کېږي.

انوارالحق احدي
انوارالحق احدي

نوموړي زیاته کړه:

"د کمېسیون د دارالانشا پاک مدیریت د انتخاباتو د شفافیت لپاره حتمي دی، د افغانستان د نوې ملي جبهې په اند د انتخاباتو د کمېسیون چارې په شفافیت نه‌اداره کېږي. تېره ورځ چې وریماچ له دندې لیرې کړای شو، موږ د هغه شخصیت ته په ټول احترام د دې تمه کوو چې لا نور تغییرات رامنځته شي او نوې ملي جبهه دا کار د باور د رامنځته کېدو یو فرصت بولي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ارګ کې یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس امام محمد وریماچ له دندې څخه د ناوړه استفادې او د فساد په تور له دندې څخه لیرې شوی دی.

له دې درې اوونۍ وړاندې د افغانستان د سیاسي جریانونو د تفاهم شورا پر حکومت غږ کړی و چې د انتخاباتو د کمېسیون په اداره کې دې ژور بدلونونه راولي.

د دغې او د افغانستان د حراست او ثبات شورا یوه غړي او ویاند مسعود ترشتوال ازادي راډيو ته وویل، د کمېسیونونو او کمېشنرانو ترمنځ نه‌همغږي، د کمېشنرانو د وړتیاوو ټیټه کچه او ځيني نور هغه دلایل دي چې دوی یې د بدلونونو غوښتلو ته اړ کړي دي.

خو پر انتخاباتو د څار ځيني بنسټونه بیا داسې وخت چې د انتخاباتو نېټه اعلان شوې وي د کمېشنرانو پر بدلېدو ټینګار له اصولو خلاف کار بولي.

د افغانستان د ازادو او د عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل د کمېشنرانو په اړه ډېر بحث په ټوله کې د انتخاباتو پروسې ته زیان رسولی شي.

یوسف رشید
یوسف رشید

نوموړي زیاته کړه:

"هغه وخت چې د غوراوي کمېټې کار کاوه او قانون جوړېده، زموږ سیاسي مشران او ګوندونه غلي وو، اوس د کمېشنرانو پر بدلېدو بیا بیا ټینګار په داسې حال کې چې دوی د راتلونکو انتخاباتو نېټه اعلان کړې، پرته له دې چې راتلونکي انتخابات وځنډوي، بل څه نه‌لري، دا کار د سیاسیونو لپاره یو بل فرصت برابروي چې د خلکو حقوق تر پښو لاندې کړي."

د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي بیا وايي، که حکومت نه‌شي کولای د کمېشنرانو او راتلونکو انتخاباتو په اړه د سیاسي جریانونو اندېښنې رفع کړي باید یوه نظارتي کمېټه رامنځته کړي تر څو ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.

خو افغان حکومت په دې اړه اندېښنې له وخته مخکې بللي، ویلي یې دي چې حکومت د راتلونکو انتخاباتو د امنیت، مالي امکاناتو تر څنګ د شفافیت تأمین ته هر اړخیز کار کوي.

د یادولو وړ ده چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو راتلونکي انتخابات به، د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان په ۱۶مه ترسره شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG