د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

د سیاسي خوځښتونو د تفاهم شورا: د ټاکنو کمېسیون خپلواکي نه لري


د سیاسي خوځښتونو د تفاهم په نوم شورا وايي، د ټاکنیزو کمېسونونو اوسنۍ رهبري خپلواکي نه لري او او دغه کمېسونونه نشي کولای چې په هېواد کې شفافې ټاکنې ترسره کړي.

دغه شورا ادعا کوي چې د ټاکنیزو کمېسیونو اوسنۍ رهبري د رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د خپلواکۍ ترڅنګ،لازم ظرفیت هم نه لري.

د دې شورا د رهبرۍ پلاوي او د افغانستان د نوې جبهې غړي صدیق پتمن د شنبې په ورځ په کابل کې په دې اړه جوړې شوې خبري ناستې ته وویل چې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو لپاره په کار ده چې يو لړ ځانګړي میکانیزمونه جوړ او په انتخاباتي کمېسیونو کې هم بدلونونه راشي.

ښاغلی پتمن انتخاباتي کمېسیونونه په نه خپلواکۍ تورنوي او وايي چې د ارګ په خوله کار کوي.

صدیق پتمن: موږ د رڼو ټاکنو غوښتونکي یوو
صدیق پتمن: موږ د رڼو ټاکنو غوښتونکي یوو

ښاغلی پتمن وایي:

"موږ د رڼو ټاکنو غوښتونکي یوو او د رڼو ټاکنو لپاره باید يو لړ میکانیزمونه جوړ شي، افراد تغیر شي او ژمن کسان راشي، اوسني کسان نه رڼو ټاکنو ته ژمن دي، نه مستقل دي، نه باور لري، حکومت نېغ په نېغه مداخله کوي او ټاکنې مهندسي کوي او پخپله کمېسیونونه د ارګ په خوله کوي."

د افغانستان د سیاسي خوځښتونو شورا چې يو شمېر نوي او زاړه ګوندونه او جریانونه په کې شامل دي، د افغانستان له حکومته غواړي چې په دغو کمېسیونونو کې د ګمارنو لړۍ ودروي او د انتخاباتو ترسره کولو لپاره د هر ډول وسایلو د اخېستلو ترڅنګ، د برېښنايي سيسټمونو قراردادونه هم وځنډوي.

د دوی په خبره، ټاکنیز کمېسیونونه باید يو اړخیز نه وي، بلکې د يوه مشارکت له مخې رامنځته شي او په کې سیاسي ګوندونو او احزابو ته هم ونډه ورکړل شي.

د دې شورا د رهبرۍ پلاوي یو بل غړی مسعود ترشتوال د انتخاباتي کمېسونو د مسؤلینو او غړو ترمنځ د نه همغږۍ موجودیت، په دغو کمېسیونونو کې پراخ فساد او د لازم تخصصي او مسلکي ظرفیتونو نه شتون هغه لويې ستونزې یادوي چې د ده په خبره، د خلکو اعتماد ته يې زیان اړولی دی.

ښاغلی ترشتوال وايي، د افغانستان د سیاسي خوځښتونو شورا د رڼو ټاکنو غوښتونکې ده او د دې لپاره يې يوه طرحه هم جوړه کړې ده.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د راتلونکي لمریز کال د سرطان د میاشتې په ۱۶ مه ترسره شي.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د سیاسي خوځښتونو هغه ادعاوې ردوي چې ګواګې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون خپلواکي نه لري او د ارګ په خوله عمل کوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند ګلاجان بدیع صیاد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی په تېر يوه کال کې ښې لاسته راوړنې لري او ټولې پرېکړې یې په خپلواک ډول کړي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند ګلاجان بدیع صیاد
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند ګلاجان بدیع صیاد

ښاغلی صیاد زیاتوي:

"کمېسیون وړ کسان لري، ټول مشهورې څېرې دي، د يوې شفافې پروسې له لارې راغلي، دا شان کمېسیون مستقل دی، د انتخاباتو نېټه مو په خپلواکۍ سره اعلان کړې، په انتخاباتو کې د برېښنايي سیسټم څخه کار اخېسته د کمېسیون مستقله پرېکړه وه، د رأیې ورکونې د مرکزونو بهیر ارزونه هم د کمېسیون خپل تصمیم و."

ښاغلی صیاد وايي، سره له دې چې د بودجې او امنیت له پلوه دوی يو لړ اندېښنې لري، خو بیا هم د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون هڅه کوي چې ټاکنې په خپل وخت او په شفاف ډول ترسره کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG