د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

فیفا: د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په خپل وخت ناشونې ښکاري


فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه وايي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو د راتلونکي کال د سرطان په ۱۶ مه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ناشونې ښکاري.

که څه هم د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په برخه کې د خپلو جدي هڅو خبره کوي، خو د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه يا فیفا بیا باوری نه ده چې دغه انتخابات دې په خپلې ټاکلې نېټې تر سره شي.

د دغه بنسټ رئیس يوسف رشيد د دوشنبې په ورځ په کابل کې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو سره په يوې ګډې مشورتي ناستې کې وویل چې په هېواد کې د ټاکنو په وړاندې پرتو خنډونو او ستونزو ته په کتو، په افغانستان کې د معیاري ټاکنو تر سره کول تر ډېره منطقي نه ښکاري.

د فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسې رئیس يوسف رشيد
د فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسې رئیس يوسف رشيد

ښاغلي رشید زیاته کړه:

"په هېواد کې د ټاکنو په وړاندې خنډونه او عیني شرایط ټولو ته واضح او روښانه دي او موږ ور څخه سترګې نشو پټولای، نو په افغانستان کې د داسې ټاکنو چې په ټولو معیارونو دې برابر وي، هغه هم په داسې حالاتو کې چې دلته جګړه روانه ده او سیاسي بحرانونه موجود دي، شاید ډېر منطقي نه وي."

ښاغلی رشید وايي، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د خپلو چارو د ښه والي لپاره باید د ټول هېواد د وضعیت په اړه يوه کلي ارزونه ولري چې له دې لارې پرتې ستونزې په نښه او د هواري لپاره يې اقدامات وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون څه موده مخکې، د راتلونکي کال د سرطان ۱۶ مه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ورځې په توګه اعلان کړه.

دغه شان د انتخاباتو کمېسیون شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د رأیې ورکونې د ۷۰۰۰ مرکزونو د بیا ارزونې او متوازن کولو چارې هم پېل کړې دي چې د دوی په وینا، دغه چارې به په ۴۵ ورځو کې بشپړې شي.

خو د څار يو شمېر بنسټونه په انتخاباتي کمېسونونو کې د يو لړ نورو ستونزو تر څنګ د دې کمېسون د غړو تر منځ له نه همغږۍ او نه همکارۍ هم پرده پورته کوي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړې ملیحه حسن هم مني چې د انتخاباتي کميسیونونو يو شمېر غړي څنډې ته شوي، خو د انتخاباتو خپلواک کميسیون مشرتابه دغه ادعا بې بنسټه بولي.

د دوی په باور، په انتخاباتو کې د خلکو د پراخ ګډون او باور جوړونې لپاره، د رأیې ورکونې شفاف سېسټم، په انتخاباتي کمېسيونونو کې شفافې ګمارنې، د مدني ټولنو او څار بنسټونو سره مشورې او خلکو ته په دې اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه اړین دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کېمسیون وايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نېټه يې له هر اړخیزو څېړنو او اړوندو ادارو سره له هوکړو وروسته اعلان کړی او دوی ژمن دي چې ټاکنې پخپل ټاکلي وخت سره تر سره کړي.

​د دغه کمېسیون رئیس نجیب الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل:

"کومه نېټه چې موږ د انتخاباتو لپاره اعلان کړې ده، کمېسیون په تخنیکي لحاظ ورته اماده دی چې انتخابات پخپل وخت سره تر سره کړي، زه هیله مند یم چې په راتلونکو ټاکنو کې خلک له کمېسیون سره مرسته او همکاري وکړي او موږ هم پخپله عزم او اراده لرو."

ښاغلی احمدزی وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دا خپله ملي وجیبه ګڼي چې انتخابات په پوره شفافیت او دقت تر سره کړي او په دې برخه کې د دوی کارونه په ښه توګه پر مخ روان دي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG