د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

افغانستان کې د رأی ورکوونکو د ۷ زره مرکزونو متوازن کول او بیا څېړنه پیل شوه


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسؤلین خبر ورکوي چې د رأی ورکوونکو د ۷۰۰۰ مرکزونو د بیا څېړنې او متوازن کولو چارې د دوشنبې په ورځ پیل شوې.

د دغه کمېسیون د دارالانشا رئیس امام محمد وریماچ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا چارې به په ټول افغانستان کې تر ۴۵ ورځو پورې بشپړې شي.

د ښاغلي وریماچ په خبره، په دې بهیر کې له نوې ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل کېږي او هڅه کېږي چې راتلونکي انتخابات راڼه او بې‌ستونزو وي.

د انتخاباتو کمېسیون د دارلانشا رئیس امام محمد وریماچ
د انتخاباتو کمېسیون د دارلانشا رئیس امام محمد وریماچ

دی وايي:

"په افغانستان کې ټول ۷۰۰۰ د رأی ورکولو مرکزونه ارزیابي او متوازن کېږي، دا کار به زموږ د تخنیکي ټیم له‌خوا ترسره شي. نن دا بهیر په رسمي ډول پیلېږي او د کمېسیون د تخنیکي رهبرۍ له‎خوا پرېکړه شوې چې په دې برخه کې له ټکنالوژۍ څخه استفاده وشي."

د ښاغلي وریماچ په خبره له دې بهیر وروسته به د رأی ورکوونکو په فهرست کار پیل شي.

دی وايي، د نوې ټکنالوژۍ نه په ګټه اخیستنې سره به هر رأی ورکوونکی د رأیې ورکولو په یوه ځانګړي مرکز کې راجسټر شي.

په تېره کې د افغانستان انتخابات د درغلیو او سرغړونو له ادعاګانو سره مل وو.

د رأی ورکوونکو د مرکزونو غیر متوازن‌والی، د خیالي مرکزونو موجودیت او د سیمه‎ییزو زورواکو مداخلې هغه اندېښنې وې چې مخکې مطرح شوې دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د خبر له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به د راتلونکي لمریز کال د سرطان په ۱۶مه نېټه ترسره شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ بیا په اوسنیو شرایطو کې د انتخاباتي مرکزونو له ارزونې او بیا څېړنې سره موافق نه‎دی.

د دې بنسټ اجرائيوي رئیس یوسف رشید د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دې بهیر له پیل څخه وړاندې باید د رأی ورکوونکو لېست ترتیب شوی وی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائيوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائيوي رئیس یوسف رشید

ښاغلی رشید وايي:

"اوس د دې کار د پیل لپاره یو مناسب وخت نه‎دی، موږ تر اوسه دقیق نه‌پوهېږو چې د رأی ورکوونکو شمېر څومره دی، نو نه‌پوهېږو په کومه سیمه کې د رأی ورکوونکو مرکز جوړ کړو، څومره محلونه ولري او څومره رأی ورکوونکي به ورځي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په انتخاباتو کې د درغلۍ او سرغړونې څخه د مخنیوي په هدف له رأی ورکوونکو غواړي چې د رأیې ورکونې له یوه ځانګړي مرکز سره ځان راجسټر کړي.

د دې کمېسیون د دارالانشا رئیس امام محمد وریماچ وویل، دوی په دې کار سره غواړي چې په راتلونکو انتخاباتو کې تېرې ترخې تجربې تکرار نه‎شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG