د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

صیاد: راتلوونکې اوونۍ د انتخاباتي مرکزونو د ارزونې چارې پیلېږي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، راتلوونکې اوونۍ به د انتخاباتي مرکزونو د ارزونې چارې پیل شي.

یاد کمېسیون وايي چې د انتخاباتي مرکزونو د کارکوونکو د تخنیکې روزنې لړۍ روانه ده.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون منشي او ویاند ګلاجان بدیع صیاد د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د مهال وېش له مخې او له ژمنې سره سم به راتلوونکې اوونۍ د انتخاباتې مرکزونو د ارزونې عملي چارې پیل شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون منشي او ویاند ګلاجان بدیع صیاد.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون منشي او ویاند ګلاجان بدیع صیاد.

نوموړي زیاته کړه:

"له ژمنې سره سم به راتلوونکې اوونۍ وروسته له هغې چې له امنیتي برخو مطمئن شو او همدارانګه هغه افراد چې هلته د انتخاباتو د مرکزونو د ارزونې لپاره دي د هغوی د ټریننګ پروسه پای ته ورسېږي د مرکزونو ارزونه به پیل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې وروستیو ورځو کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان کړه.

د کمېسیون د اعلان له مخې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان په میاشت کې ترسره شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د انسجام او څارنې په شلمې ناسته کې د شفافو، ازادو او عالادنه انتخاباتو پر ترسره کېدو تینګار وکړ.

په ورته وخت کې ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له دې کاره هرکلی کوي.

د دغه بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده ټینګار کوي چې کمېسیون او حکومت دې د امنیت ټینګښت ته لومړیتوب ورکړي.

ایوب زاده:باید د امنیتي ننګونو ارزونه يې کړی وای.
ایوب زاده:باید د امنیتي ننګونو ارزونه يې کړی وای.

نوموړي زیاته کړه:

"له دې چې موږ ته څه مهم دي هغه دادي چې باید د امنیتي ننګونو ارزونه يې کړی وای، د رایه ورکونکو د لېست ترتیب ډېر مهم دی، بله مهم بحث چې باید د کمېسیون په داخل کې يې د ولایاتو لپاره تخینکي کسان استخدام کړي وای، دا هغه موارد دي چې د انتخاباتي مرکزونو د ارزونې په پرتله لومړیتوب لري او مهم دي."

ښاغلی ایوب زاده وايي، که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اوسني ناامنه حالاتو ته په کتو وتوانېږي چې په ټولو ولایتونو کې د انتخاباتي مرکزونو د اروزنې چارې په بریالتوب ترسره کړي نو دا به مثبتې نتیجې ولري خو په خبره یې فکر نه کوي چې کمېسیون دې په دې له دې ازمونه بریالی ووځي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG