د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

احدي: راتلونکو انتخاباتو کې باید د حکومت د مداخلو مخه ونیول شي


د افغانستان نوې ملي جبهه د راتلونکو انتخاباتو د مهالوېش له اعلانه هر کلی کوي،خو د انتخاباتو په کمېسیون کې د حکومت له لاسوهنو اندېښنه ښيي.

«نوې ملي جبهه» وايي چې د انتخاباتو کمېسیون دا وخت د حکومتي ځينو کړیو تر اغیز لاندې کار کوي.

د یادې جبهې مشر انوارلحق احدي د شنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د حکومتي د دغو مداخلو مخه باید ونیول شي.

انوارالحق احدي.
انوارالحق احدي.

نوموړي زیاته کړه:

"کمېسیون باید له حکومت څخه په خپلواکه توګه کار وکړي، تر هغې چې کمېسیون خپله خپلواکي ثابته نه کړي انتخابات سخت دي او د ملي نوین جبهه د سیاسیون له خوا د کمېسیون په کارونو د څار غوښتنه کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات د راتلونکي کال د سرطان د میاشتې په ۱۶ نېټه تر سره کیږي.

د افغانستان د قوانینو له مخې دا انتخابات باید د ۱۳۹۴ لمریز کال په پسرلي کې شوي وای خو د بېلابېلو دلایلو له امله بیا بیا ځنډېدلي.

دا چې اوس د دغو انتخاباتو ته مهالوېش هم اعلان شو، خو بیا هم امنیت، بودجه، په انتخاباتي نظام کې بنسټیز تغیرات د ډېرو افغان سیاسیونو په باورلا هم هغه څه دي چې راتلونکي انتخابات نه شی تضمینولای.

له دې سره د انوارلحق احدي د دغو څرګندونو او اندېښنو په غبرګون کې ولسشمری ماڼۍ وايي چې حکومت د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ټولو پرېکړو ته درناوی لري.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په دې اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې د کمېسیون په کار کې د هر ډول مداخلې ادعاوې بې بنسټه وبللې.

مینه پال: موږ دا څرګندونې بې بنسټه بولو.
مینه پال: موږ دا څرګندونې بې بنسټه بولو.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ دا څرګندونې بې بنسټه بولو، حکومت تل د کمېسیون پرېکړو ته درناوی کړی او دوی په خپلواکه توګه خپل کارونه مخ ته وړي دي."

له دې سره د چار یو شمېر نور څېړونکی که د انتخاباتو لپاره د نېټې اعلان لږ تر لږه پرمختګ ګڼي خو وايي چې د انتخاباتو تر سره کېدل به سخت کار وي.

له دې ډلې بشیر بیژن وايي، په داسې حال کې چې د امنیت او بودجې په شان نورې ستونزې د دغو انتخاباتو پر مخ کې پاتې دي د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافاتو دا بهیر له لا اندېښنو سره مخ کړی دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG