تاجکستان به د راتلونکې سې شنبې په ورځ، د سولې د داسې تړون شلمه کلیزه ولمانځي چې په هغه هېواد کې پینځه کلنه خونړۍ کورنۍ جګړه پای ته ورسره ورسېده.
په تاجکستان کې له نولس سوه دوه نوي تر نولس سوه اووه نوي میلادي کاله، په کورنۍ جګړه کې ډېر کسان ووژل او بې کوره شول.
د کورنۍ جګړې تر پای ته رسېدو وروسته، امام علي رحمان د هغه هېواد جمهور رئیس وټاکل شو او تر اوسه د واک پر ګدۍ ناست دی.
ولسمشر رحمان په تدریجي ډول، د خپل حکومت د سیاسي مخالفینو د فعالیت مخنیوی کړی دی.
د مطبوعاتو پر ازادۍ د امام علي رحمان د حکومت له لوري د محدودیتونو له امله، په تاجکستان کې د خپلواکو رسنیو فعالیت ډېر کم دی. ګ
د تاجکستان ولسمشر په لوړو دولتي پوستونو کې خپلې اولادې او د کورنۍ نورو غړو ته د ځای ورکولو هڅې کوي.
د امام علي رحمان په تر واکمنۍ لاندې تاجکستان کې اداري فساد زیات دی، په عمومي ډول د خلکو اقتصاد خراب دی، کارونه کم دي او زرګونو تاجکان په روسیه کې غریبکاري کوي.
یو شمېر کسان په دې باور دي چې تاجکستان په ناسم لوري روان دی.
خو له دې ټولو ستونزو سره تاجکان ولې غلي دي.
یو شمېر څارونکي پوښتنه کوي چې تاجکان څرنګه دومره ستونزې په پټه خوله او ولې زغمي؟
د دې پوښتنې ځواب دا دی چې تاجکان کورنۍ جګړې وېرولي دي.
په تاجکستان کې د کورنۍ جګړې تر پای ته رسېدو وروسته، د تاجکانو یو نوی نسل را ستر شوی دی.
دې ځوانانو یوازې د جګړې د کلونو کیسې اورېدلې دي. خو هغه تاجکان چې جګړه یې لېدلي، لا هم وېریدلي دی او لا هم د جګړې د بدبختیو خبرې کوي.
هغه تاجکان چې د تاجکستان کورنۍ جګړه یې لیدلې، د امام علي رحمان د حکومت هر کار زغمي خو نه غواړي چې هېواد یې یو وار بیا د کورنۍ جګړې له ګواښ سره مخامخ شي.
د تاجکستان کورنۍ جګړه
په دې اړه زیاتې لیکنې شوې دي.
د تاجکستان کورنۍ جګړه د نولس سوه دوه نوي میلادي کال په پسرلي کې د حکومت د مخالفو ډلو تر مظاهرې وروسته پېل شوه.
په تاجکستان کې د اسلامپالو، ډیموکراټو او ملتپالو یو غیرمتجانس ائتلاف جوړ شو او د حکومت پر ضد یې جنګ پېل کړ.
د دوشنبې ښارپه شاوخوا سیمو لکه تحویل دره، ګرم او کومسومول اباد کې چې خلکو له ډېرې مودې راهیسې د جګړې نوم هم نه وو اورېدلی، واټ په واټ جنګ و.
هغه مهال د تاجکستان د وګړو شمېر تقریباً 6 میلیونه وو او د جګړې د پېل په لومړیو اونیو کې په بې ساري ډول زیات خلک ووژل شوو.
اکثر کسان چې د جګړې په لومړیو اونیو کې ووژل شوو، حکومتي عسکر وو.
په تاجکستان کې کورنۍ جګړه پینځه کاله وه. د جګړې له امله له لس تر شل فیصده تاجکان بې کوره شوو.
د تاجکستان ګاونډي هېواد ازبکستان خپلې پولي وتړلې څو د تاجک کډوالو د ورتګ مخنیوی وکړي.
د تاجکستان بل ګاونډي، قرغزستان یوازې اجازه ورکوله چې تاجک کډوال یې په خاوره کې تېر شي. له دې امله، زرګونو تاجکان او د حکومت ضد ائتلافي وسله والو د افغانستان پر لور مخ کړ. هغه مهال په افغانستان کې هم کورنۍ جګړه روانه وه .
په تاجکستان کې د حکومت پلویانو ځواکونو ښه نوم نه درلود او په ځانګړي ډول، د حکومت د پلویانو ملېشه ډلو مشرانو له خلکو سره تر جنګ سالارانو کم چلند نه کاوو.
د دوشنبې ښار په لویدیځ کې د تورسون زاده ښار چې د منځنۍ اسیا د المونیم د تولید او تصفیې تر تولو ستره کارخانه پکې جوړه شوې، د ډېرې سختې او دومدامرې جګړې په ډګر بدل شو او د المونیم د تولید فابریکه په بشپړ ډول ویجاړه شوه.
د تاجکستان د پوځ ډلګیو ناوړه کارونه وکړل. د بېلګې په ډول، د نولس سوه شپږنوي میلادي کې په ډېسېمبر کې د ملګرو ملتونو د سازمان د پوځي څارونکو دولې ډلې د ګرم سیمې ته په لار کې حکومتي ځواکونو ونیولې.
د تاجکستان پوځیانو هغوی ته فزیکي او لفظي سپکاوی وکړ او بیا یې هغوی ټول ووژل.
په تاجکستان کې د کورنۍ جګړې په پينځو کلونو کې ۴۰ ژورنالیستان ووژل شول.
د تاجکستان لوی مفتي فتح الله شرف زاده او د هغه کورنۍ ووژل شول او دې ورته زیات پېژندل شوي کسان، د پوهنتونو ښوونکي، څېرونکي او مسلکي وګړي ورک شول.
په تاجکستان کې د جګړې پر مهال د خوراکي موادو سخته قحطي وه. په تاجکستان کې هغه مهال تیفوس / حفصه ناروغي خپره شوې وه او له دې امله چې روغتیايی مرکزونه بند و او خلکو دوا یا درمل نه شوای ترلاسه کولای، ډېر کسان مړه شول.
سره له دې چې د امام علي رحمان حکومت او مخالف ائتلاف په نولس سوه اوه نوي میلادي کال کې د سولې تړون وکړ او وضعیت د وخت له تېرېدو سره بدل شو، خو تاجکانو د جګړې د وخت ناوړه پېښې او ترخې خاطرې لاندي هېرې کړې.
د امام علي رحمان حکومت
په تاجکستان کې کورنۍ جګړې د هغه هېواد ولس دومره متاثر کړې چې له پای ته رسېدو یې شل کاله تېرېږې خو د تاجکانو زخمونه لا هم تازه دي.
یو شمېر څارونکي په دې باور دي چې حتی که د تاجکستان خلک د جګړې د هېرولو هڅه وکړي، حکومت یې وریادوي.
د تاجکستان حکومت ، په ځانګړي دول د انتخاباتو په وخت کې د هغه هېواد خلکوته د کورنۍ جګړې پر مهال د وحشت او بدبختي د وریادولو په مرسته د خپلې واکمنۍ د دوام هڅې کوي.
له جګړې او بدبختۍ وېرېدلي تاجکان بل هر انتخابات ته پرکورنۍ جګړه لومړیتوب ورکوي.