د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

ارګ وايي د راتلونکو انتخاتو لپاره د بودجې برابرولو هڅې پيل کړي


ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، هڅې یې پېل کړي څو د راتلونکو انتخاباتو ترسره کولو لپاره بودجه برابره کړي.

د انتخاباتو د يوې برخې د بودجې د برابرولو په اړه د انتخاباتو د کمېسیون له خبرداري وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، هڅې يې پېل کړي څو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو لپاره بودجه برابره کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د انتخاباتو لپاره د بودجې برابرولو په هدف يو مالي کمېسیون ټاکلی چې خپل کارونه يې پېل کړي دي.

مینه پال:هغه مسؤلیتونه چې حکومت پورې اړه لري حکومت يې ترسره کوي.
مینه پال:هغه مسؤلیتونه چې حکومت پورې اړه لري حکومت يې ترسره کوي.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"هغه مسؤلیتونه چې حکومت پورې اړه لري حکومت يې ترسره کوي او هغه مسؤلیتونه چې د انتخاباتو کمېسیون پورې اړه لري هغه به دوی ترسره کوي،حکومت پخپله برخه کې کار روان کړی دی او د انتخاباتو لپاره بودجه پیدا کوي."

خو ښاغلي مینه پال دا روښانه نه کړه چې د انتخاباتو لپاره ټاکل شوې بودجه به کله برابره او د انتخاباتو کمېسیون په واک کې ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه چې د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت لپاره هم حکومت يو عملیاتي کمېسیون ګمارلی چې مشري یې د کورنیو چارو وزیر کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو د نېټې له اعلان وروسته حکومت ته خبراداری ورکړی چې که تر يوې میاشتې پورې د انتخاباتو لپاره د بودجې يوه برخه د دوی په واک کې ورنه کړي ښايي د انتخاباتو مهال وېش بدلون ومومي.

د انتخاباتو کمېسیون د معلوماتو له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو ترسره کولو لپاره ۲۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې د انتخاباتو کمېسیون له حکومته غوښتي چې ۶۳ ميلیونه يې تر يوې میاشتې پورې برابره کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو له ټاکل شوي وخت څخه دوه کاله وروسته د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتو نېټه د ۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاښ ۱۶مه اعلان کړه.

بلخوا د څار يو شمېر بنسټونه بیا د اندېښنې په ښودلو سره وايي چې ښايي حکومت په لنډ وخت کې په دې وتوانېږي چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره په اسانۍ سره بودجه برابره کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو يا فيفا اجرائیوي مشر يوسف رشید ازادي راډیو ته وویل:

یوسف رشیدي.
یوسف رشیدي.

"د بوجې مسئله لا تراوسه په شک کې ده، په کومه اندازه پیسې چې د انتخاباتو کمېسون غواړی لا تراوسه معلومه نه ده چې حکومت او ډونران هغه ورکولای شي او کنه؟ حکومت هم لا تراوسه دغه موضوع نه ده نهايي کړې ځکه دا يوه لویه پيمانه بودجه ده او تر هغې چې بودجه نه وي انتخابات په څه مخته وړي."

ښاغلی رشيد وايي،حکومت ته په کار ده چې د انتخاباتو د بودجې برابرولو لپاره ځانګړي میکانیزمونه جوړ کړي څو له دې لارې وتوانېږي پر وخت سره د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره بودجه برابره کړي.

راپور:واصل وصال

XS
SM
MD
LG