د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

انتخاباتي مسؤلین: حکومت دې د راتلونکو انتخاباتو امنیت خوندي کړي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له امنیتي ارګانونو غواړي چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو امنیت خوندي او په سېمه کې د زورواکانو د لاسوهنې مخه ونیسي.

دغه کمېسیون له امنیتي ارګانونو نه یوازې د انتخاباتو د ورځې د امنیت د ټېنګښت غوښتنه کوي، بلکې له دوی غواړي چې د رأیې ورکوونکو د مرکزونو د ارزیابۍ، د نوم لېکنې له پروسې، د کاندیدانو د کمپاین پر مهال د ولایتي دفترونو او د دغو دفترونو د کارکوونکو د امنیت په ساتنه کې هم کوټلې ګامونه واخلي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس نجیب‎الله احمدزي دا غوښتنه د یکشنبې په ورځ په کابل کې له بېلابېلو ارګانونو سره د انتخاباتو د امنیت د ټينګښت په هدف د هوکړه‎‎لیکونو د لاسلیک پر مهال وکړې.

ښاغلي احمدزي په خپلو خبرو کې همدارنګه ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونه باید په انتخاباتو کې د سیمه‎ییزو زورواکانو د مداخلې مخه ونیسي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس نجیب‎الله احمدزی
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس نجیب‎الله احمدزی

نجیب‎الله احمدزي زیاته کړه:

"له امنیتي ځواکونو غوښتنه کوو چې سېمه کې د زوراکانو د مداخلې په کلکه مخنیوی وکړي او پرې نېږدې چې د مداخلې او انتخاباتو ته د ګواښونو د رامنځ‎ته کولو له لارې زموږ انتخابات د درغلیو خوا ته لاړ شي، امنیتي ځواکونه نه یوازې دا چې د سېمه‎ییزو زورواکانو د مداخلې مخه به نیسي، بلکې خپله به هم د په انتخاباتو کې له مداخلې څخه په کلکه ډډه کوي."

دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې تمه ده، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر راتلونکو ۱۰ورځو پورې د رأیه ورکوونکو د مرکزونو ارزیابي پیل کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د راتلونکي کال د سرطان د میاشتې په ۱۶ مه نېټه تر سره کېږي.

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد بیا په‎دې ناسته کې وویل چې د انتخاباتو د امنیت ټنګښت لپاره به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد

ښاغلي جاهد زیاته کړه:

"زه ټولو افغانانو، دولت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ډاډ ورکوم چې موږ د راتلونکو انتخاباتو د امنیت خوندېتوب لپاره بشپړ چمتووالی لرو او همدارنګه په ډاډ سره وایم چې موږ به اجازه ورنه‎کړو چې په انتخاباتو کې مداخله وشي."

په‎دې ناسته کې همدارنګه د دفاع وزارت لوی درستیز شریف یفتلي او د ملي امنیت لوی رئيس معصوم ستانکزي هم د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ.

دا ډاډ په داسې حال کې ورکول کېږي چې اوس مهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې امنیتي ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي.

که څه هم امنیتي چارواکي دغه امنیتي ستونزې مني، خو ډاډ ورکوي چې له بېلابېلو امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ به د د غو ګواښونو په له‎منځه وړلو کې جدي اقدامات وکړي، ترڅو په‎دې ملي پروسه کې د خلکو ګډون باوري شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG